مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پاکستان پر تورخم سربېره پر ډیورنډ د تګ راتګ ۲۰۰ نورې لارې هم تر څارني لاندې نیسي

احمد فیصل
پاکستان وايي د تورخم دروازې کار مخ پر بشپړېدو دی او ډير ژر به پرانستل شي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف پرون د یاد هېواد پارلمان ته په خبرو کې وویل چې د تورخم تر څنګ به هغه دوه سوه د تګ راتګ نورې وړې لارې هم تر څارنې لاندې ونیسي چې خلک ورباندې غیر قانوني تګ راتګ کوي. خواجه آصف ویلي چې د تورخم دروازې له لارې هره ورځ شل زره کسان اوړي را اوړي چې د امنیتي تدابیرو له سختولو سره سم په دواړو خواوو کې امنیت هم نسبتا ښه شوی دی. وزیر همدا راز زیاته کړې چې د تدابیرو له سختولو وروسته له افغانستان پاکستان او له پاکستان افغانستان ته راتلونکي او تلونکي خلک باید ویزه واخلي. د هغه په وینا په دې سره به دواړه هېوادونه پر یو بل دا تور نه پورې کوي چې ترهګر یې له پولو ور اوړي. خو افغان حکومت په وار وار ویلي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه کوي. وړمه ورځ افغان ولسمشر اشرف غني له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي و چې که پاکستان وغواړي په کوټه کې د وسله والو د مرکزونو او دفترونو آدرس هم ورکولی شي. پر تورخم دروازې د پاکستان د کار پیل هغه څه و چې په افغانستان کې یې سخت غبرګونونو درلودل او د ډيورنډ کرښې دواړه غاړې خلک دا کرښه نه مني او د پاکستان د وروستیو اقداماتو مخالف دي. په ورته وخت کې ټاکل شوې چې نن د دواړو لورو د دفاع وزارتونو استازي په کابل کې د سرحدونو د مدیریت په اړه خبرې وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery