مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2016-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دا د ویاندمرستیال بیا څه شی دی ؟!

محمود نظری


نن د دنیا تر ټولو درواغجن سړی وي ویاند
 د خپل خیل ټر تولو پمن غپن سپی وي ویاند
 د وطن دوښمن په ګټه غلطه خوله خوځوي
 تر شیخ الشیطان لا دوه مخه پیری وي ویاند
 فساد ، خیانت ،مزې او چړچې یې بادار کوي
 په سیله کې د خپل بادار شین زمری وي ویاند
 ټوله دنیا دهغه په ټګی برګي کټ کټ خاندي
 بادار او یارانو ته یې ناټک او ساتیری وي ویاند
 دا کار اوس د نوم لرونکي او چالاکه سړي دی
 په خلکو کې چې ګورې هغه سوپری وي ویاند
( سوپری: رذیل)
 ***
د ویاند اصلي لغوي مانا ده زنه لغړ
 د اولنیو په اصطلاح چې وي ښه بازیګر
 څه وخت یې نوم شوخ بچه کابل وو
 بیا څه مهال وروسته سو هغه لنډغر
 په دیموکراسۍ کې دخبرولوچک دی
 دهوا په تغیر ښوري دا سیماب د ترمامټر
 ارام ناست په درواغو ویلو اخلي تنخواه
 درواغ جوړوي لیري له سل او زر کیلومټر
 د امر تر شا کلک رهي وي لکه ښه حواله دار
 د امر د کلمو دباد ایستلو وي ښه سلنسر
 تل ځي هر چیري له نرسره میلمستیا ته
 له ډیرو ګډوډو خوړو یې په نس کې وي غرپر
 تل لکه کابلی ماش یو ې خوا ته لغړي
 په درواغو خورا ټینګ دی لکه غویی اېغړ
 دوې سترګې لري ، یوه سترګه یې ده پوچه
 ټوله دنیا ته به یوه سترګه ګوري چوغر
 انسان دی خو کار یې مزدوري د شیطان ده
 هر کار یي دمکاري ډک وي لکه زوړ لومبړ
 یو سلو اتیا درجه یې هر ګړی سوچ تغیر یږي
 چې سیاست بدل سي دده هم بدل سي ګړ
 دمور اوپلار وي لیونی زوی په تول بشپړ
 کار یي دی تل اوومه درواغجني او متړ
 سمه خبره به ترې وانه وري هیڅکله
 خپله لکه جمال کوټه خبر یې دی جړبړ
 له مجرم سره سم شریک دی په ګناه کي
 خپل ایمان پلوري لپاره د خاین کوناټور
 چې ویاند وینې ځینې تښته تر شا مه ګوره
 دهغه ان په کلمه ویلو باندې مه کوه باور
 دا وو د ویاند بیان څه ته وایي دویاند مرستیال ؟!
دی بیا دچا پسې رهي وي څنګه یې دی ګړبړ؟!
ما دداسې نویو دندو ځار کړې چې پوه یې لري
 هم لانت وي هم خیانت وي هم د شیطان شاتر
 چوغر ( یو سترکه سړی ). اېغړ(سرتمبه)،لومبړ( ګیدړ) ،متړ( کم عقل)،جړبړ( جلاب)
ګړ( خبره) ، ګړبړ( دبدبه)، شاتر( مریی)

spozmai radio aicts ipower
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery