مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ښځو پروړاندی دنارینوو انسانیت او مسؤلیت:

فریداحمد «خُرم»


انسانیت انسانیت وې دا چی څوک ئې د نراو ښځې ترمنځ فرق کوی دا په اصل کی ناپوهي ده موږ همیشه ښځه استعمال کړي ده دخپل ژوند تېرولو یوه وسیله مو ګڼلې ده او همداسي ناپوه مو ساتلې دي. کچیري فکر وکړو دلته د ښځې په پرتله د نارینه انسایت او مسؤلیت تر سوال لاندی کیږی دا ځکه چی دوي ته مو هغه حقوق چی د اسلام مبارک دین ورکړي د هغو خنډ ګرځیدلي یو او په یو ډول نه په یو ډول مو مخنیوي کړی دی ولی چی موږ پښتانه یو او موږ په ځېنو مسائېلوکي پښتنۍ دود او عرف تر اسلام مخته کړی دی او په ټولنه کی دداسی عرف له منځه تلو ته باید کار وسی ترڅو د ناوړه دودونو د ښکار او دزیانونو دمخنیوي څخه په امن کی اوسو او دمشکلاتو ځان وژغورو.
راځو اصلې موضوع ته ددی پرځای چی دښځې په زده کړو وشرمیږو راځی پدی وشرمیږو چی ښځو ته مو ولی ددوی دحقوقو سره سم امکانات پلاس ندی ورکړې؟ ولی هغه حقوق چی د زده کړو لپاره داسلام مبارک دین ورکړی دی زمینه نده برابره کړي؟ ولی مو د ژوند د ډول ډول اسانتیاوو څخه محرومې کړې دي؟ او ولی یې دیوڅو پیسو مقابل کی د ټولنی بد اخلاقه او دټولنی بار شخص باندی و پلورو؟ او داسی نور...
ددی مشکلاتو د حل لپاره باید خپل مسؤلیت او انسانیت ادا کړو او په ټولنه کی دعلماؤو په مرسته اسلامي روحیه یو دود وګرځوو ترڅو ددی روحي اغیزه د ټولنی په ناپوه کسانو ولویږي او ښځې د مو د دوی د حقوقو سره سم د دینی او عصری زده کړو څخه برخمنې کړو تر څو د خپل اولادونو او اینده نسل لپاره مو یو غوره ښوونکې روزلي وی او ستونزې به ورځ تر بلی د کمیدو په حال کی وی.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery