مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مونشن غونډه او د پاکستان تازه بریدونه

سرلوڅ مرادزی

د مونشن غونډه او د پاکستان تازه بریدونه
 د فبرورۍ په ۱۷ مه، د جرمني مونشن ښار کې د خپلې کچې ۵۳ امنیتي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې چې هلته د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون، د نړۍ نږدې د ۳۰ هېوادونو مشرانو او له ۸۰ زیاتو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو برخه درلوده، ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل« د موثرې مبارزې او د ترورېزم د ودې د مخنیوي لپاره حتمي ده هغه هېوادونه چې ترورېزم ‌یې د دولتي سیاست اهدافو ته د رسېدو وسیله ګرځولې، تجرید شي.» دلته که څه هم ولسمشر غني په ښکاره د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه يي وویل چې دا د دوه دولتونو ترمنځ نااعلان شوې جګړه ده، ازادي رادیو»
په همدې ورځ هغه هېواد چې د ولسمشر غني په وینا تروریزم يي د دولتي سیاست اهدافو ته د رسیدو وسیله ګرځولې او د دوه دولتونو ترمنځ نااعلان شوې جګړه پرمخ وړي، پر افغان خاوره ګڼ توغندي وویشتل او نړۍ ته يي خپله وښوده چې هغه تروریست دولت پاکستان دی!
د رسنیو د خبر له مخې په تېرو درې ورځو کې پنجابي پوځ د ډیورنډ تپلې کرښې په بره غاړه په پرتو ولسوالیو شاوخوا ۴۰۰ راکټي بریدونه کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي وايي چې پر لالپورې ولسوالۍ له ۵۰ زیات توغندیز بریدونه شوي. په دې بریدونو کې دوه کسان ټپيان شوي، نږدي ۲۰ کورونه ویجاړ شوي او ۱۰۰ کورنۍ اړ شوي چې خپله ولسوالۍ او ټاټوبي پریږدی او بلخوا کډه وکړي.
همدارنګه د کونړ ولایت د سرکاڼو او خاص کونړ پر ولسوالیو هم تر ۷۰ زیات توغندي ویشتل شوي. د تېرې جمعې په ورځ په سرکاڼو ولسوالۍ کې په راکټي بریدونو کې دوه تنه ملکي کسان شهیدان شوی دي.
بلخوا د ننګرهار ځینو سرچینو ویلي دي« د پاکستان ځواکونه د ډیورنډ کرښه کې رازیات شوي او همدا شان د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس سیمه کې هم د هغه هېواد ځواکونه لوړو څوکو ته ختلي دي.
د ننګرهار چارواکو دا هم ویلي دي چې پاکستان غواړي پر افغان خاوره د بریدونو له لارې په هسکه مېنه او اچین کې د داعش پر وړاندې روان عملیات له خنډ سره مخ کړي.»
که څه هم د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ لخوا پر افغان خاوره د وروستیو بریدونو، په راولپېڼډۍ او اسلام اباد کې د ۱۵۰ افغانانو د نیولو، د تورخم او سين بولدک ــ چمن د دروازو د تړلو په تړاو کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین بهرنیو چارو وزارت ته ور وغوښت او په دې اړه يی د افغان دولت پروټیست ورته وسپاره، خو تر اوسه پورې پاکستاني لوري په دې برخه کې کومه څرګندونه نه دې کړې او له پروټیست وروسته يي هم توغندي ویشتلي دي!
پاکستان که څه هم په ښکاره پر افغان خاوره خپل وروستي بریدونه پر ډیورنډ کرښه د ترهګرو ډلو د تګ راتګ په وړاندې د غبرګون په نوم پټوي او پخپل اند نړۍ او پاکستاني ولس ته ښۍ چې دا بریدونه د ترهګرو د ځپلو په موخه ترسره کوي، خو په حقیقت کې پر افغان خاوره دا څرګند تیری، یوخوا په لال شهباز قلندر زیارت کې د خپلو روزلو ترهګرو له ځانمرګي برید سره تړي چې ګنې هغوی له افغانستانه دنده درلوده او بلخوا غواړي افغاني مشرتوب وپوهوي چې که دوی د مونشن پشان نړیوالې غونډې او په داسې نړیوال تریبیون کې پاکستان نړۍ ته د ترهګرو ملاتړی ورپېژني، پاکستان يي هم په غبرګون کې داسې څه ترسره کولای او په راتلونکې کې له دې زیات اقدامات ترلاس لاندې نیولای شي!
د پاکستان لخوا پر افغان خاوره وروستی تیری په داسې مهال کیږي چې د مونشن په امنیتي غونډه کې نړیوال د افغان ولسمشر هغه څرګندونې چې د ترهګرۍ په تړاو يي د خپل ګاونډي پاکستان په اړه کوي، ریښتیني ارزوي او په سیمه کې د تروریزم په وړاندې چې پاکستان يي ټاټوبی دی، د افغانستان پر محور د هڅو د یوموټی کېدو غږ پورته کیږي.
د لال شهباز قلندر د زیارت ځانمرګی برید کې چې هلته د ۸۰ تنو په شاخواکې وګړي ووژل شول او ۲۵۰ تنو په شاخواکې ټپیان شول، پړه يي داعش پرغاړه واخیسته او افغان حکومت دا پېښه په څرګندو ټکو وغندله. دې پېښې ته افغانستان سره تړاو ورکول او په دې پلمه یو زیات شمېر افغانان نیول او ځورول، که یوخوا افغانانو سره د اسلام اباد د واکمنو دښمني او کرکه په ډاګه کوي، بلخوا د افغانانو په نیولو او بندې کولو سره اسلام اباد غواړي د داسې پېښو له اصلي بهیر او لامل څخه د پاکستاني ولس پام بلخوا واړوي. پاکستاني استخبارات ISI چې افغانستان او نورو هېوادونو ته ترهګر روزي او بیا پاکستانی پوځ چې په استولو او وسلوال کولو کې يي نوموړو استخباراتو سره ګډه دنده لري، په حقیقت کې د لال شهباز قلندر او داشان نورو پېښو ترشا په سنګر کې ناست دي.
دا راز په یو بل خبر کې لولو«د سند پولیس وايي چې په لسګونو افغانان یې د لال شهباز قلندر په زیارت کې د انتحاري برید په تړاو نیولي دي.
په لاهور او نورو ځایونو کې د تلاشۍ په مهال پولیسو له افغانانو او ځايي پښتنو پیسې او قیمتي وسایل هم له ځان سره وړي دي. د لاهور په بادامي باغ، رایوند، سیول لاین، زړه انارکلي، ګلشن رضوي، ګلبرګ، غالب مارکیټ، نشتر کالوني، سندا، ناصراباد او ټاون شیپ سیمو کې کور په کور تلاشي اخیستل شوې ده. له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي او نامعلوم ځای ته بېول شوي دي. دوی دغه راز وايي، تر څو چې یې د حملې اصلي عاملان نیولي نه وي، کور په کور تلاشیو ته به دوام ورکوي. تاند»
دلته غټه پوښتنه چې بې ځوابه پاتې کیږي دا ده، ولې د پاکستان پوځ او استخبارات د ترهګرو هغه ځالې او اډې نه ړنګوي چې کله ناکله د دوی پخپل ځان هم بلا کیږي؟ د بېګنا کسانو او عادي وګړو د کورونو تالاشي چې د داسې ترهګریزو پېښو سره هیڅ تړاو نه لري، ایا د اسلام اباد دا نیت او هڅه پټولای شي چې غواړي په دې پلمه اصلي ترهګر خوندي وساتي؟
 دا حقیقت ورځ تربلې لا روښانیږي له تروریزم څخه ملاتړ د پاکستان د عایداتو سرچینه ده او پاکستان نړۍ ته د تروریزم له صادرېدو پرته یوه شېبه ژوند نه شي کولای!
افغانستان نن سبا نه یوازې د نورو ترهګرو ډلو په وړاندې د جګړې لومړۍ لیکه ده، بلکې د پاکستان د دولتي تروریزم په وړاندې هم د سیمې او نړۍ لومړۍ لیکه ګڼل کیږي. که نړۍ غواړي لکه د مونشن په غونډه کې چې ټینګار کیږي، له ترهګرۍ خوندي او په امان پاتې شي، پآکستان دې د یوه ترهګر دولت پتوګه وپېژني او د نورو ترهګرو په سر کې دې لومړی د پاکستان چاره وسنجوي.
د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۱۹ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery