مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لندن ناسته - زمونږه هڅې او دریځونه! [دوهمه برخه]

دوکتور صلاح الدین سعیدي

    ۲۳/۰۳/۲۰۱۷

 


د فاتا په هکله ویل غواړم:
کله چې د نړۍ د نقشې پر مخ د پردو لخوا اوسنی افغانستان د اوسنی جغرافیايي محدودې سره نن سبا  محدود کړای شو نو د«‌‌‌‌‌ډیورنډ لاین»  غیر شرعي او غیر قانوني معضلې څخه نږدی ۱۲۴ کاله تیریږي. د افغانستان د بعضې پلو په تاکنه کی روسانو او هغه وخت استعمار د خپل استعماری  موخو د بعدي برنامو د تحقق لپاره هم په کافی اندازه کار وکړ.  د «‌‌‌‌‌ډیورنډ لاین ۱۹۹۳ ز .کال»  په نامه تحمیلی شوې، اجباري، مبهمه، فرضي، له سره غیر مشروع (وویډ) او بیا د افغانستان د اوومې شورا دفیصله پر بنیاد منسوخه ( وویډ ابل ) کرښه  د زمان په تېریدوسره د هغه باطل والی ورځ په ورځ ثابتیږي او د حقوقي او انساني له لحاظه خپل اهمیت له لاسه ورکوي.
په افغانستان کې د دی «‌‌‌‌‌ډیورنډ لاین ۱۹۹۳ ز .کال» له مطرح کیدو نه تر ننه ۲۳ حکومتونه   تېر شوي چې د هغې جملی نه 4 لمړنیو حکومتونو د ګواښ او فشار لاندی د «‌‌‌‌‌ډیورنډ لاین »  په ډول نه مسکوت کړای او غنیمت یې ګڼلای چې موجوده حاکمیت او زمکه کلکه کړم.  و یلو وړ او مهمه ده چې وویل شي چې بقای ماکان علی ماکان شوې او دا بقا د بنای باطل پر باطل  باطل دی. ددغه  حقوقي اصل له مخې سکوت پر باطل د هغه د مشروع والي سبب نه شي کیدای. د ذوالیدی مسأله هم چې د اسلامی حقوقو سره سره دنړۍ په مدرنو قوانینو کې هم شته په دې اعتبار نه لري چې مونږ او دغه ملت او اکثریت  مطلق  افغان حاکمیتونو او  ملي مشرانو د تاریخي افغانستان له آمونه تراباسینه ، آټکه او مارګلې پورې د احیاء هلې ځلې او قربانی ورکړې او دا شمله لې جګه ساتلې خو تر اوسه تا منزل مقصود ته نه یو رسیدلي. هو د افغانستان ټولو  ۱۹ نورو حکومتونو د «‌‌‌‌‌ډیورنډ لاین »   په وړاندې په رسمی یا غیر رسمی توګه اعتراض او احتجاج ښودلای دی او هغه یې نه ده منلې او نه به ومني او افغانستان او ناموس وطن شمله يې جګه ساتلې. افغان ملت خپل آواز او اعتراض د بنو له قیامه تر دا ننه د پنجاب د ښکیلاک په مقابل کې د خپل د سر په وینو جاري ساتلای او تر نننه قرباني ورکوي. ملت دا غږ او بېرغ  اوچت ساتلای خو کله  کله هم داسې شوي چې خاینو مشرانو د شهزاده یعقوب، شاه شجاع لقب ګټلی او دوی  بیا د ملت له قهر او غصې سره مواجه شوي او تاریخ ته هم مخ توري شوي دي. خپل د ملت او قام په سر معامله کړې هم ده.  د یادولو وړ وړ ده چې روسته بیاد  کابل په موافقه لیک په 2 ماده کې چه په 1921 ز کال  د برتانوي هند او اماني حکومتونو تر منځ لاسلیک شو، راغلی دی :
« دواړو خواوو د هند او افغان پولې په هغه شان چې د راولپندی د 1919 ز. کال د اگست په 8 نیټه د موافقه لیک په 5 ماده کې څرګند شوی وو، مني.»
په قبایلی سیمو کې څو پیښی د دی لامل وګرځیدې چې په هند کې د انگریزي حکومت د نسکوریدو څخه روسته او د پاکستان د جوړیدو څخه مخکې د  افغانستان د لمړي وزیر شاه محمود خان حکومت د«‌‌‌‌‌ډیورنډ لاین »موافقه لیک باطل اعلان کړ. دغی پیښې پدې دول وې:
ـ د تېرې پيړې  څلویښتم کلو په اخر کې په «  بنو » کې   یوه لویه جرګه  جوړه شوه چې په هغې کې د پښتونخوا  د یو مستقل مشروعیت  د جوړیدو په اړوند هم  خبرې کیدې.
ـ په پښتونخوا ( سوبه سرحد)  کې د انګریزانو پر ضد د خان عبدالغفار خان په مشرۍ د آزادي غوښتونکو تحرکات تشدید شول.
ـ په کابل حکومت باندې د قومونو د جرګې د استازو فشار د پخوا په شان  جاري وه او کابل ته تګ او را تګ وه.
شاه محمود خان د خپل حکومت دریز په 1947ز. کال د جولای په 31 مه د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړ. د کابل لوري لیکلی وه چې:« هر دولت د خپلو ګتو د تشخیص او ملاتړ قاضی ګنل کیږي. یو دولت کولای شي پخپل مسئولیت په یوه اړخیزه توګه بل لوری ته د یو یادداشت په استولو کې هغه تړون ملغی  اعلان کړي چې ورڅخه تاواني کیږيي.» [1 ] په 1947 م کال د پاکستان د رامنځته کیدو نه وروسته په هغه موافقه لیک کی چه د علی جناح [د پاکستان ولسمشر] او د افغانستان د استازی نجیب اله« توروایانا» تر مېنځ په کراچی کې لاسلیک شو، د آزادو قبایلو سیمه له صوبه سرحد او بلوچستان څخه جلا وپـیـږندل شوه.
یعنې دغه سیمې  یعنې عمدتاً پښتانه په
۱/ سوبه سرحد ( اوسنۍ پښتونخوا)
۲/آزاد قابایل ( فاټا – FATA – Ferdrally Administreted Tribal Areas)
۳/ بلوچستان چې د۴۵ فیصده پښتانه او نور بلوچان او باقی اقوام دي، د دغه ملت له ارادې پرته په زور او جبر وویشل شوه.
په آزادو قبایلو کې چې اوه سیمه او محلي اداري واحدونه او دو ولسوالۍ ( دیسترکت ) دي د اف سی ار((FCRمحلی اداره او  محلي قوانین او یوډول خود مختارنظام و محلی د جرایم ضد قوانین قایم او نافذ شول. دوی د پاکستان له ایجاده مخکې د انګلیس د وایسرای هند سره علایق او رسمی روابط لرل او بیا یې د پاکستان  د جمهور رئیس سره رسمی روابط ساتل. دغه د اف سی ار سیمی د پاس لخوا افغانستان لوري ته عبارت دي له:  باجوړ، مهمند، کرمه، خیبر، اورکزي، وزیرستان شمالی او جنوبي وزیرستان او دوه ولسوالی.
د ددغې سیمې په هکله بیا د علی جناح د مړینی څخه وروسته، خواجه نظام الدین د پاکستان نوي ولسمشر د مخکني موافقې څخه سرغړونه وکړه.
دلته د افغاني حکومتونونه  او افغان ولس د  اومې دورې د شورا ( جولای 1949 ز. کال) چې د«‌‌‌‌‌ډیورنډ لاین »  د کرښی  صریح دریځ ونیوه، پاکستان پام او توجه ونه کړه. ( تفاصیل د عثمان ر.  لیکنه د  ډيورنډ لاين موافقه لیک د حقوقی اړخ)  کې هم کتلای شئ.   
دغه هغه سیمې چې اوس نن سبا د پاکستان حکومت فیصله وکړه چې د پښتونخوا( سوبه سرحد) سره یو ځای کوي. پاکستان نشنل عوامي پارټي د اسنفدیار ولي په مشری دسیمې ، قوانینواو حقوقو د مستنداتو پرته د ملت له ارادې پرته، د افغانستان مورني وطن له مشورې او سلا پرته دا سیمې ( آزاد قبایل – فاټا)  د پښتونخوا سره د یو ځای کیدو او په دې توګه د پاکستان د مرکزي دولت د پام او بودیجې ورکولو خبرې کوي اما نشنل عوامي پارټی د محمود خان اڅکزی په مشرۍ ددې کار د کولو لپاره د محل دخلکو نه د پوښتنې کولو اوګواګې د ریفراندوم مسأله مطرح کوي. هغه ریفراندم چې د پاکستان او د پنجاب د سپاهیانو او برچو تر نظر لاندې وي نیتجه او پایله یې مالومه ده.
 دا او داسې نور حقایقو باندې بحث، دقت کول، تاریخی  او حقوقي مستندات جمع کول او هغه عامول  د هر افغان او مخکښ بادرده انسان ، افغان او پښتون رسالت او وجیبه ده.
ددې حقایقو منطق او برحق والې،  افغان عام ولس ته،  افغان اوسني زمامدارانو ته، او نړۍ ته رسول په کار دي. ددې لپاره  ضرورت نه شته چې له چا اجازه او  اوامر تر لاسه کړئ. دا زمونږ رسالت دی او دا به کوو او به میړانه به يې کوو. په دغه لار کې به متحدین لټوو. د متحدینو حدود او خپل حدود او ثغور به پیژنو او  په دې برخه کې به په تمام قوت خپل رسالت اداء کوو.
که مو د چا سره لاس ورکړ دا ددې مانا نه ده چې د هغوی فرمانبرداري به کوو. که چا را سره په دې لار کې لاس راکړ حتمي نه ده چې  زمونږ فرمانبرداري به کوي. د هدف او مقدس هدف ته د رسیدو په لار کې د لوی، تاریخي  او بشپـړ افغانستان د جوړیدو په لار کې له آمونه تر آټکه، اباسینه او مارګلې پورې د یو واحد افغانستان د جوړیدو په ټکل به خپل ځواکونه شریکوو او په دغه لار کې به په کوټلي قدمو مخ په وړاندې ځو. یواځنی معیار سیاسي موضع او په دې لار کې فعال عمل دی.
د ملتونو د مبارزو په تاریخ کې یو قرن زیاته موده نه ده. حق اخیستل کیږي او حق نه ورکول کیږي.
زمونږ داعیه، د پښتنو، بلوځو او افغان ولس داعیه  برحقه ده او له همدغي نوي نسله به داسې مشران پیدا کیږي چې ريښتني مبارزین به وي، نه به پاکستان او نه د پاکستان اساسي قانون مني، نه به دکوم بل زورواکی اوامر مني  او په پوره شهامت په خپله لاره و هدف ته  له ډارې پرته روښانوي.
تطمیع شوي، خرڅ شوي، اجیر، ډارول شوي او مجبور مشران ؟! به تجریدیږي او ملت به خپله خپل تقدیر به خپل لاس کې اخلي.
                                                                                                                                  ومن الله التوفیق
دوهمه او روستۍ برخه

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery