مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان پوتین

سرلوڅ مرادزی

 لږ مهال وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي وو، که څوک غواړي سیاست زده کړي، لیري سفرونو او نورو ځایونو ته يي اړتیا نشته، بلکې له لغمان څخه يي زده کولای شي. ریښتیا هم لغمان ولایت د سیاستپوهانو، تاریخپوهانو، لیکوالو او شاعرانو ټاټوبی او د پوهنې په بېلا بېلو څانګو کې هېواد ته د ښوونکو، استادانو، قاضیانو، اداري کادرونو او مخورو سپينږیرو او مشرانو لویه او بډایه زیرمه ده.
که ډېر وړاندې لاړ نه شو، د هېواد د ملي امنیت سلاکار ښاغلی حنیف اتمر له لغمان ولایت څخه د اوسني پیر په سیاسي او امنیتي ډګر کې یوه داسې څېره یادولای شو. همداراز که لږ مخکې هېواد او افغان ولس ته د ښاغلي اتمر زیار او کړاو یوخواته پرېږدو، له ۲۰۰۱ کال راهیسې کله چې د نړیوالو پام بیا افغانستان ته راوګرځید، ښاغلي اتمر لومړی د ولسمشر حامد کرزي او اوس د ولسمشر غني په پیر کې په ټولو امنیتي او سیاسي هڅو کې وتلی ځای لري.
اتمر د ولسمشرحامد کرزي په کابینه کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا، د ښوونې او روزنې او وروسته د کورنیو چارو د وزیر پتوګه ښه ځلېدلی او د دغو وزارتونو په چارو کې يي بریالی وزیر بللای شو. که څه هم لومړی داسې څرګندېده چې ښاغلی اتمر په امنیتي چارو کې پراخ لاس لري، ځکه چې پخوا يي په دې څانګه کې د پاموړ خدمتونه ترسره کړې، خو وروسته په نورو برخو کې هم نوموړی ښه وځلید او نن يي د امنیتي چارو ترڅنګ په سیاسي ډګر کې هم د هېواد وتلې څېره ګڼلای شو.
امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک ځینو کسانو انګېرله، ښای ښاغلي اتمر چې د هېواد په یوه مهم امنیتي او سیاسي پست کې دنده لري، د هېواد نورو مشرانو سره په سلا، په یو اړخیزه توګه لویدیځ او امریکا ته مخ اړولی وي او داسې دریځ د افغانستان په تړاو د نړیوالو لویو هېوادونو لکه روسیی او امریکا ترمنځ انډول ویجاړوي او هېواد ته نه جبرانېدونکی تاوان پېښوي، خو روسيي ته په وروستي سفر کې د نوموړي دا څرګندونه چې روسیه د افغانستان یو ستراتیژیک شریک دی، رامنځته شویو اندیښنو ته وړ ځواب ګڼلای شو.
روسيي د دې سفر په ترڅ کې افغانستان سره په نورو برخو کې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د ولسمشر غني او حنیف اتمر داسې هلې ځلې او دریځ چې غواړي افغانستان د لویو ځواکونو، د سیمې او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او نورو ګټو د ټکرپرځای سوله یزې همکارۍ ته وهڅوي او افغانستان سره د اړیکو په تړاو د دوی ترمنځ یو انډول رامنځته شي، څو له دې لارې د افغانستان ملي ګټې هم خوندي پاتې وي، د تایید او ستاینې وړ دي.
اتمر د روان عیسوي کال د مارچ په ۱۷ مه، په ماسکو کې د هغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاترو شیف سره ولېدل. نوموړی د روسیي له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې وايی«موږ هیله لرو چې افغانستان به د نورو کلیدي لوبغاړو په شمول د امریکا او روسیې لپاره د همکارۍ پلېټ فارم وي ځکه چې موږ ټول غواړو چې کابل د تروریزم او مخدرو مواد پر ضد په جګړه کې بریالی شي او سولې ته ورسېږي. موږ باور لرو اوس هغه وخت راغلی چې افغانستان د مشارکت په میدان بدل کړو، نه له یو بل سره د ټکر پر پلېټ فارم.»
همدارنګه ښاغلی اتمر په دې مرکه کې زیاتوي«زموږ د مشرانو ترمنځ په دوو ټېلفوني تماسونو او د نورو جګپوړو چارواکو په خبرو کې، موږ له امریکايي لوري څخه دا ډاډ ترلاسه کړ چې دوی د تروریزم پر ضد په جګړې او د ملي پخلاینې په برخه کې زموږ ګډو ګټو ته زیات پام لري. د امریکا متحدو ایالتونو په دې مسله کې خپله ژمنتیا تایید کړې ده. موږ باور لرو، خو دا پالیسي باید پر عملي اقدام او پروګرام بدله شي. د امریکا حکومت تازه کار پیل کړی او موږ ورڅخه د مشخصو وړاندیزونو تمه لرو، هماغه راز چې موږ له وړاندې څخه وړاندیزونه ورته کړي دي.تاند»
اتمر روسيي ته له سفر مخکې، د مارچ په ۱۷ مه لندن ته سفر درلود. لندن کې يي د پاکستان د لومړي وزیر د بهرینو چارو سلاکار سرتاج عزیز او د انګلستان د امنیتي چارو سلاکار مار لېل ګرانټ سره په داسې حال چې په پاکستان کې افغان سفیر ښاغلی عمر زاخېلوال هم حاضروو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د وروستي تاوتریخوالي د هوارۍ لپاره خبرې وکړي. د دې خبرو منځپانګه که څه هم تر اوسه پوره څرګنده نه ده، خو ښاغلی زاخېلوال چې په خپله هم په دې خبرو کې شامل و، وايي«د دغو خبرو هدف دا و چې د تروریزم پر ضد د ریښتینې مبارزې لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر میکانیزم سلا وشي او دغه راز د دوو هیوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې د روان کړکېچ او بې باورۍ د پای ته رسولو لپاره پر اقداماتو موافقه وشي.BBC»
د دې خبرو یوه پایله دا کېدای شي د تور خم او سپين بولدک دروازې چې پاکستاني پوځیانو په یو اړخیزه توګه تړلي وې، نن د مارچ په ۲۱ مه بیرته پرانیستل شوې. نن پر دغو لارو په مسافرو سربېره، بار وړونکو ګاډو ته هم د اوښتلو رااوښتلو اجازه ورکړل شوه.
که څه هم ویل کیږي پاکستاني چارواکو د دغو لارو بیا پرانیسته د انګریزانو په دیکته او لارښوونه کړې چې شک پرې نه شي کېدای، خو په دې بریا کې د ډیورنډ د تپلې کرښې د کوزې غاړې پښتنو هلې ځلې او د پنجاب په وړاندې ټینګ دریځ، د افغانانو توند غبرګون او د ښاغلي اتمر او زاخېلوال وروستۍ هڅې له پامه نه شي غورځېدای!
خپلمنځي ګډې هڅې او د لیری پرتو هېوادو د همکارۍ دغوښتنې هنر او دا ټول سره یوځای کارول، کولای شي د هر سرتمبه ځواک لکه د پنجاب واکمنه کړۍ شاتګ ته اړباسي.
دلته یوه عجیبه پوښتنه هم رامنځته کېدای شي؛ پاکستان چې ځان مسلمان او ګاونډ هېواد بولي او افغانستان سره ګډه ژبه، ګډ کلتور، یو دین او یو مذهب لري؛ د خپلمنځي ستونزو د حل لپاره د مخامخ خبرو پرځای لندن ته پنا وړي او غواړي افغانستان سره د انګریز په مټ خپلې ستونزې وڅېړي، ایا دې هېواد ته د شرم وړ خبره نه ګڼل کیږي؟
 حیراني هغه وخت لا زیاتیږی، سرتاج عزیز چې ویل کیږي په خټه پښتون او افغان دی، ښاغلي حنیف اتمر او ښاغلي زاخېلوال سره چې دوی هم پښتانه او افغانان دي، د خپلمنځي اړیکو لپاره د کابل او یا پېښور پرځای لندن غوره کوي او د پښتنو او افغانانو د تاریخي دښمن انګریز څخه د خیر او ښېګڼې تمه کوي!
د لندن په دې درې اړخیزه غونډه کې د ترهګرو پر هغه ۸۵ کسیز لیست او ۳۲ مرکزونو چې هلته د پاکستان په دننه کې ترهګر مېشت او پالل کیږي او مخکې پاکساني چارواکو ته سپارل شوی وو، هم خبرې شوي دي.
بلخوا د روان کال د مارچ په ۵مه، ښاغلي اتمر د اسیا په نولسمه امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره چې د هند د دفاعي مطالعاتو د انستیتوټ لخوا جوړه شوې وه، هند ته سفر وکړ. دې سفر کې هغه د خپل هندي سیال ډاکټر اجیت کومار دووال او یو شمېر نورو هندي چارواکو سره د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په لارو چارواو د افغانستان او هند ترمنځ د سیاسي او امنیتي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
په کور دننه هم د امنیت په برخه او په تېره بیا د ښاغلي ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند سره د روغې جوړې په هوکړه لیک کې د ښاغلي اتمر هڅې د پام او ستاینې وړ دي.
په امنیتي او سیاسي ډګر کې د ښاغلي اتمر پراخ ګډون او هلې ځلې چې هېواد ته له ګڼو بریاوو سره مل دي؛ که یوخوا ډیری افغانان هغه تاییدوي او د شاباس وړ يی ګڼي، بلخوا په کور دننه يي د هغه مخالفین او حریفان نه شي زغملای او وخت ناوخت د هغه په وړاندې سپورې ستغې وایي!
یو وخت(Forbes) انګریزي مجلې د روسيي ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ ترټولو ځواکمن مشر شمېرلی وو، زه هم په اوسنیو سختو شرایطو کې ښاغلی حنیف اتمر د افغانستان پوتین بولم او هېواد ته د سولې او د افغانانو په سوکالۍ کې هغه ته د لا بریاوو هیله لرم.
د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۲۱ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery