مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-21   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ولایتي شورا او ځوانان.دارزګان اوسنی امنیت بسنه نه کوي.

احسان الله ولس يار اروزګان
دارزګان ولایت دولایتي شورا او دځوانانو دپارلمان غړي لاهم دارزګان امنیت ته اندیښن دي او وايي چې باید امنیتي ارګانونه په دي برخه کي کوټلي ګامونه واخلي. بل لور ته بیا ولایتي اداره ارزګان کي دښه امنیت راوستلو ډاډ ورکوي. ولایتي شورا او ځوانان دارزګان دسقوط ویره نه لري خو خراب امنیتي وضیعت ته يي اندیښمن دي. دارزګان ولایت دولاتي شورا غړی محمدظاهر نادري وايي چې لاهم دارزګان ولایت ۸۵ سلنه خاوره دوسله والو طالبانو په ولکه کي ده او امنیتي ځواکونه یوازي دولایت په ۱۵ سلنه خاوره واک لري. نموړی وايي چې وسله وال طالبان له خلګو دتریاکو او غنمو عشر ټولوي چې په خبره يي له دي لاري هغوی ځانونه تقويه کوي. دځوانانو ښوونیز پارلمان غړي نصیب الله وطن وال او عزت الله لطیفي بیا وايي چې دولت په تیرو څو میاشتو کي چې دوسله والو طالبانو دځپلو لپاره يي عملیات پیل کړي دپام وړ پرمختګ ندی کړی او باید دوی دولسوالیو لاري خلاصي کړي او ښه امنیت تامین کړي. دوی له خلګو هم غوښتنه کوي چې له امنیتي ځواکونو سره تر خپلي وسي همکاري وکړي څو له ښه ژوند څخه برخمن ووسي. دولایتي شورا او ځوانانو دپارلمان دغه غړي زیاتوي چې مرکزي حکومت ارزګان ته پالرنه نده کړي او دمور او میري چلند کوي. بلخوا دارزګان ولایتي اداري مسؤلېن دبشپړ امنیت ډاډ ورکوي. دارزګان ولایت والي محمد نذیر خورټی وايي چې په تیرو څو ورځو کي امنیتي ځواکونو دترینکوټ په اړوندو سیمو کي دپاړ ور پرمختګ کړی او لاهم دپرمختګ په حال کي دي. نموړی وايي چې امنیتي ځواکونه اوس د دهراوود-ترینکوټ دلاري په خلاصولو بوخت دي او ډير پرمختګ سوی دی. دیادوني وړ ده چې له دي وړاندي دارزګان والي ویلي وه چې امنیتي ځواکونه دوسلو او مهماتو له کمي سره مخ دي خو په تازه مرکي کي وویل چې دغه اړتیاوي اوس تر ډيره پوره سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery