مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-27   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان کي یوشمیر کسان وايي بهرني ځواکونه ددولت او ملت ترمنځ فاصله رامنځته کوي.

احسان الله ولس يار اروزګان
دارزګان ولایت یو شمیر کسانو نن رسنیو ته وویل چي بهرنیو ځواکونو تیره شپه د ملي پولیسو پر کور چاپه وهلي او یوشمیر کسان يي ټپیان کړي او دوه تنه پولیس يي له ځانه سره بیولي دي. دوی دغه ډول پیښي غندي او وايي چي دبهرنیو ځواکونو دغه ډول عمل به ددولت او ملت ترمنځ فاصله له منځه یوسي. چارواکي بیا په دي اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي. یوشمیرکسان وايي بهرني ځواکونه پر افغان دولت دخلګو باور له منځه وړي. دارزګان ولایت دامنیت پخواني آمر نورزي نن رسنیو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو وړمه شپه په تالاني سیمه کي دده دیوملګري پرکور چاپه اچولي چې دوه تنه ملکیان يي ټپیان کړي دپولیسو یوساتن من او یو سرباز يي له خپلو وسلو سره یوځای بیولي دي. نموړي ګواښ وکړ چي که ځايي چارواکي ددي پیښي په اړه دوی ته وضاحت ور نه کړي او مخه يي ونه نیسي نو دوی به په لاریونونو او تاوتریخوالي لاس پوري کړي. په دغه سيمي که دقريه يوه شمير قومي مشرانو او نورو خلګو هم دغه پیښه په سختو ټکو غندلي ده او وايي چي دبهرنيو ځواکونو داډول عمال به ددي سبب سي چي د دولت او ملت ترمنځ به شته باور له منځه ولاړ سي او دوی به له مخالفو وسله والو سره لاس یو کړي ځکه په چي په وینا يي بهرني او افغان کمانډو ځواکونه پرته له اجازي دپولیسو کورته دشپي پرمهال ننوتي او دهغه په کور کي يي دنورو شیانو په شمول دښځو جامي او توکي هم شندلي دي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په دي اړناخبري ښيي خو دارزګان له امنیه قوماندانۍ څخه دپرله پسي هڅو سره سره په دي اړه دمعلوماتو په ترلاسه کولو بریالي نه سوو. خو دارزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان او دملي اردو دڅلورمي پلي لېوا مسؤلېن پیښه تایدوي په اړه يي ډير معلومات نه ورکوي. دیادوني وړ ده چي دا لمړی ځل ندی چي بهرني ځواکونه افغان ځواکونه په نښه کوي بلکي تر دي څو میاشتي دمخه هم بهرنیو ځواکونو دکندهار - ارزګان پر لویه لاره دارزګان دشهرا کنډک دپولیسو یوه امنیتي پوسته برید کړی وو چي۸ تنه پولیس پکښي وژل سوي وه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery