مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بریکس اعلامیه او د اسلام اباد وارختايي!

سرلوڅ مرادزی


د بریکس اعلامیه او د اسلام اباد وارختايي!
بریکس (BRICS) چې د برازیل، روسيې، هند، چین او سهیلي افریقا د هېوادو د نومونو د لومړیو تورو لیکبڼه ده او د دې هېوادو ترمنځ اقتصادي وزمه ټلواله ګڼل کیږي، خپله وروستۍ غونډه کې چې د چین په څیامین(XIAMEN) ښارګوټي کې ترسره شوه، لس ډلې چې هغو کې داعش، القاعده، جیش محمدي، لشکرصیبه، حزب التحریر، د پاکستان د طالبانو تحریک، د حقاني ډله، د ازبکستان اسلامي تحریک او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک راځي، د ترهګرو ډلې ګڼلې چې تقریبا ټولې يی یا په پاکستان کې میشت او یا د هغه هېواد مرسته او ملاتړ ترلاسه کوي او نږدې اړیکې ورسره لري!
د بریکس په پنځوهېوادو کې هند، چین او په یوه بڼه روسیه د پاکستان ګاونډي هېودونه یادیږي او په یوه سیمه کې ګډ ژوند لري. اسلام اباد په بریکس غونډه کې له چین څخه چې د پاکستان او هند ترمنځ يي د سیالۍ او تربګنۍ په پار د دې هېواد سره نږدې اوخوږې اړیکې پاللي او بلخوا له روسیي څخه چې وروستیو کې یي د سوړ جنګ په مهال د اسلام اباد له دښمنۍ ډک دریځ هېر کړی او ترخې اړیکې يي شا ته پریښي، تمه نه درلوده چې پاکستان کې د ترهګرو له شتون او پټنځایونو څخه پرده پورته کړی او د ترهګرو په وړاندې د پاکستان د تاریخي حریفانو افغانستان او هند له غوڅ دریځه دې ملاتړ وکړي.
په پاکستان کې د ترهګرو د اډو او پټڼځایونو په تړاو چې اسلام باد ترې تل انکار کړی، د بریکس اعلامیه پر پاکستان د خپلو هغه دوستانو سخت او کلک ګوزار دی چې اسلام اباد يي په دوستۍ ګورګرې څنډلې او په خوب کې یي هم داسې تصور نه کاوه. که د سیمې لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې له ترهګرو څخه د ملاتړ په اړه پر اسلام اباد د ډونالډ ټرمپ څرګندونو او ګوتڅنډنو پاکستان وارختا کړی، اوس د بریکس اعلاميې اسلام اباد پوره سرسام کړی دی!
د همدغه وارختايۍ له مخې اسلام اباد پریکړه کړې چې د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف، بېجينګ بیا ماسکو او وروسته انقرې او تهران ته د ځان د سپناوي لپاره ولیږي.
د وارختايۍ په لړۍ کې، نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرخواجه اصف د نړۍ په مهمو هېوادونو کې د خپلو استازيو تر درې ورځنۍ غونډې وروسته رسنيو ته ویلي.«پاکستان به د امريکا پر ځاى سيمه ييزو هېوادونو سره اړيکي وپالي»
همدارازد استازو په دې غونډه کې پاکستان ادعا کړې«نړۍ د ترهګرۍ ضد جگړه کې د دوی په څېر پوهاوى نلري او دوی به هڅه کوي، چې په دې برخه کې نړېوالو ته سم پوهاوى ورکړي. پلازمينې اسلام آباد ته د نړۍ له مهمو هېوادونو د دغه هېواد د ورغلو استازیو درې ورځنۍ غونډه په دې ټکیو پای ته رسېدلې، چې وایي نړۍ په دې نه پوهېږي، چې دغه هیواد د ترهګرۍ ضد جنګ څومره ګټلی، څومره يې قربانۍ ورکړي او اعلان يې کړی، چې د پارلمان په خوښه به د امریکا پر ځای له نژدې سیمه ييزو هېوادونو سره اړیکې ټينګې کړيBBC»
لکه څنګه چې پاکستان نه شی کولای اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر، بن لادن د شتون او وژنې څخه انکار وکړی او یا په پاکستان کې د طالب مشرانو لکه ملاعمر او ملا اختر منصور د استوګنې او مړینې څخه منکر شي، همداشان نه شي کولای په کور دننه د ترهګرو د اډو له شتون څخه چې اوس ورته د ټولې نړۍ پام اوښتی، ځان بېخبره او ناګاره ونیسي.
د عوامي نشنل ګوند مهم مشر او پخوانی سناتور افراسیاب خټک، بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې چې د پاکستان د جوړېدو د ۷۰ کلیزې په مناسبت ترسره شوې، وايی«د پاکستان دولت اوس هم د توندلارۍ کارخانې چلوي» بي بي سي وايي کله چې وپوښتل شول، څه ثبوت لري چې دولت د تونلارۍ کاخانې چلوي، د عوامي نشنل ګوند نوموړي مشر وویل«که دلته طالبانو پلتۍ وهلې دي، ممنوع ګوندونه نه دي، غونډې کوي، پرضد یې څه نه کېږي، نو له دې ښکاري چې یو څوک یې ملاتړ کوي»
ښاغلی افراسیاب خټک دا هم وايی«د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار سرتاج عزیز تېر کال په ښکاره رسنیو ته وویل، چې د طالبانو مشرتابه پاکستان کې ده او دا کوم تور نه دی، بلکې د پاکستان د یوه لوړپوړي چارواکي خبره ده» نوموړی دا هم زیاتوي« د دې ډلو پرضد عملي ګام نه پورته کیږي او پر ضد يي سیاسي اراده هم نشته»
د پاکستان چاپ ایکسپرېس تریبیون ورځپاڼه لیکي: د دغه هېواد پوهنتونونه د بنسټ پالنې په مرکزونو اوښتي دي. د ورځپاڼې په باور، هغه برید چې د سیند په پارلماني غړي خواجه اظهارالحق حسن وشو یو ځل یې بیا داسې اندېښنې راپورته کړې چې په پاکستان کې پوهنتونونه د بنسټ پالو په روزنتونونو اوړي. د برید یو شکمن چې له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو احسان اسرار ښودل شوی او په کراچي پوهنتون کې د انجینرۍ ډاکټر و.
دا چې د ترهګرو د اډو په تړاو د ډونالډ ټرمپ د ګوتڅنډنې او د بریکس د تازه اعلامیې په غبرګون، پاکستاني پوځیانو ویلی، له هغه ځایه چې د افغانستان په سلو کې څلویښت برخې خاوره د طالبانو په واک کې ده، د ترهګرو اډې اوس په پاکستان کې نشته. خو خرم دستګیر هېروي چې ترهګر او طالبان، افغان دولت سره جګړې لپاره ډېرو نورو شیانو، لکه د جګړې مدیریت او پلان، وسلې او مهمات او د جګړې د جبهې شاته خدمات او اسانتیاوو ته اړتیا لري چې دا بیا ترهګر او طالبان د افغانستان په کلیو، بانډو او کوڅو کې د پاکستني پوځ او ISI د منظمو لارښوونو، مرستو او ملاتړ پرته، په یوازې ځان او خپلسرنه شي برابرولای!
بېجینګ، ماسکو، انقرې او تهران ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف له وارختا منډو هم داسې ښکاري چې نوموړی به د کابل په اړه د خپلو پوځیانو او استخباراتو پورته یادې شوی اپلتې د نوموړو هېواد چارواکو ته ورسوي او د یو شمېر افغان سیاسي کارپوهانو په اند، پاکستاني چارواکي به هڅه وکړي په داشان څرګندونو نړیوالو ته دا ذهنیت ورکړي چې د افغانستان جګړه د دغه هېواد کورنۍ جګړه ده!
خو اسلام اباد باید دا ومني اوس ناشونې ده چې د ترهګرو اډو د له منځه وړلو پرته، نړیوال بایللی ډاډ بیرته ترلاسه کړي.
بلخوا که څه هم اوس پاکستاني پوځیان په کور دننه یوازې د ترهګرو په پاتېشونواعتراف کوی او د هغو په له منځه وړلوله لویدیځه د پيسو د شوکولو په پار لاپې وهي، خو دلته هم اسلام اباد نه شي کولای د ستونزې اصلې غوټه چې هغه ترهګرو ته د اډو ورکړه او د ترهګرو روزنه ده، د نړیوالو له څارګرو سترګو بچه کړي او په دې تړاو د نړیولو اندیښنې بابېزه وګني او له هغو سرسري تېر شي.
تر تازه پرمختیاوو وروسته، دا چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه هېواد به افغانستان ته د امنیت، اقتصاد، سیاست او ترانزیټ په برخو کې د هر ډول مرستې باور ورکړی، بیا هم موسمي ژمنه ګڼل کیږي. د ترانزیت د همکارۍ خبره اسلام اباد هغه مهال راپورته کوی چې افغانستان کې د هندواڼو، خټکو، انارو او نورو مېوو وخت تېر شي. د نوموړو مېوو په مهال پاکستان پر افغانستان د ترانزیت ټولې لارې تړی، افغانستان اړوځي چې په ګرانه بیه خپلې ځینې مېوې د هوا له لارې چې له اخ نه يي ټوخ زیاتیږي، هند ته واستوي او زیاته برخه يي د لیږد په هیله په منډیانو او سرکونو کې خوسا شي.
په نورو برخو کې هم د پاکستان پر ژمنه باور نه شي کېدای. د دې لپاره چې پاکستان خپلې ژمنې په عمل کې وښۍ، باید پاکستان د نړیوالو تر پرلپسې فشارونو لاندې ونیول شي. پر پاکستان اقتصادي بندیزونه ولګول شي، د وسلو سوداګري ورسره بنده شي. په لویدیځو او عربي هېوادو کې يي د پوځیانو، استخباراتو او ملکي لوړو پوړو چارواکو شخصي پانګې ګنګل شي او بهر ته د دوي په سفرونو بندیز ولګول شی.
په پاکستان کې ټولې تروریستي ډلې چې د بریکس په اعلامیه کې هم ترې یادونه شوې د ملګرو ملتو په تورلیست کې شامل او تر تعقیب لاندې ونېول شي. پاکستان هم چې د دغو ترهګرو ډلو ساتنه او پالنه کوي د یو تروریست دولت پتوګه د ملګرو ملتو په تورلیست کې شامل او مجازات شي.
د ۲۰۱۷ کال د سیپټمبر ۷ مه


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery