مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د شمال مست او د جنوب چرسي بېلارۍ ته مخه کړه

سيد حسين پاچا

د شمال مست او د جنوب چرسي بېلارۍ ته مخه کړه
د تاريخي واسلامي ارزښتونو په رڼا کې د داود، طالوت وجالوت درې کرېکټره
څښتن تعالی د حق ملګری دی، حق به ريښتينی کيږي او باطل به له مينځه ځي. الله تعالی هېڅکله د مظلوم حق ظالم ته نه پرېږدي او ختمي يې ترې اخلي


يو جنايي مجرم، بل مست، بل چرسي او بل دوړن

د کندهار امنيه قوماندان عبدالرازق :
ما ته څوکۍ نه حکومت راکړې، نه مې په دې حکومت کې څوک د ګوښه کولو زور لري. دا حکومت چې يې د واک جزېرې بولي، دا په اصل کې د افغانستان د ساتنې قوي مورچې دي.

د تره خېلو چرسيان :
د نوموړي د چرسيتوب پورې مې د کابل د تره خېلو د مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه د وخت کيسه راياد شوه. دا پنځوس کسيزه ډله وه چې پاچا بيا ورته هفته وار / مياشتېنی جيب خرڅ ورکولو.
وايی چې يوه د شپه يې چرس وڅښل او مست شول. کله چې يوه پلا پره ختمه شوه او بله راشروع شوه چې په نيمايي کې يو چرسي نشې واخېست او غږ يې کړ راځئ چې له ظاهر شاه نه پاچاهي ونيسو، نورو هم ورسره امين کړ او راپورته شول. چيلم هملته نيمايي کې پرځای پاتې شو او د کابل پر لور له تره خېلو د ارګ په لور له پاچا نه د حکومت اخېستلو په پار توکلي بېسوچه او بېپلانه راروان شول. ټوله شپه يې مزل وکړ چې ځينې پښې ابلي، ځينې يې سرتور سر او ان دا چې ځينو خپلو زياتي کالي هملته د چرسو له چيلم سره پرځای پرېښي وو او سترګې يې ردې رډې راايستلې وې.
سهار مهال حضوري چمن ته رارسېدلي ول، خو ښه وو چې د کوم نيم پکې له مغزو نشه وتلې وه او لږ هوش ته راغلی وو، ګوري چې رڼا ده او خلک ښکته وپورته هر لوري ته ځي وراځي. نو فکر يې کړی چې اوس خو ناوخت دی او خلک وېښ شوي دي. اوس دا کار نه کيږي، ښه به دا وي چې اوس ولاړ شو او سبا بيرته راشو. پر ملګرو يې غږ کړ چې راستانه شئ! خو ځينې يې لا هم د چرسو پر نشه ګرم ول او مخ پر وړاندې روان ول، خو ښه وو چې د ډېرو له مغزو د چرسو نشه وتلې وه، دې خبرې ته يې پام شو او راستانه شول.
له دې سره يې ځان ته پام شو. ګوري چې د چا څپلۍ نشته، د چا پر سر خولۍ نشته او د چا په تن کې واسکټونه او کورتۍ نشته او نه ورسره اڼه ټکه شته چې بيرته پرې له کابله تره خېلو ته ولاړ شي. ځينې بيرته پلي لاړل او ځينو سوال ((ګدايي)) ته مخه کړه او وږي هم ول. د خدای شان دی چرسي د ولږې توان لري. لاپې دېرې کوي، خو توره پکې نه وي او کله ناکله خو له خپلې وېرې نري نري تيزونه هم اچوي.
پاچا چې له دې پېښې خبر شو، حيران شو. بيا يې ځان ته راوغوښتل. د ترحم لاس يې پرې راکښ کړ او توصيه يې ورته وکړه چې بيا دغسې ناوړه حرکت ونه کړي او جيب خرڅ يې هم ورته مقرر کړ.

*** *** ***

بله يې ورځ بيا چې چرڅ څښلي وو مست او نشه شوي ول چې يو بيا پکې غږ کړی وو، راځئ چې د ګلانو يوه باغچه جوړه کړو. ټولو منلې وه چې سمه ده. بس يوه ښکلې باغچه به جوړه کړو. د باغچې جوړونې خيالي وېش هم وشو. چا ويل : زه به يې کوم، چا ويل : زه به ورته دا او هغه ډول بوټي و ګلان راوړم. چا ويل : زه به نال کړم (کښېنوم)، چا ويل : زه به يې دېوالونه جوړ کړم او چا ويل : زه به يې ماليار اوسم. دې کې يو
وويل چې بيا به د پلاني زامن راځي او زموږ د باغچې ګلان به شکوي. کېدای شي چې د هغه چرسي له هغه سړي سره ذاتي کينه وه.
ټولو وويل چې دا خو څه سخته خبره نه ده وربه شو او پلار ته به يې ووايو چې خپل زامن زموږ د باغچې له ګلانو شکولو نه منع کړي. ويل يې سمه ده، ځئ چې ورپسې ورشو. ټولو بيا چيلم پر ځای پرېښووه او له ځايه راپورته شول او په نيمه شپه کې د سړي کور ته راغلل او دروازه يې ور وډبولوه. هغه حيران شو چې څه خبره ده؟
دروازه يې چې خلاصه کړه ګوري چې د پنځوس تنو چرسيانو ډله يې په نيمه شپه کې چې خلک په درانه خوب وېده وي دروازې ته ولاړه او سترګې يې تکې سرې او رډې رډې راوتلي چې د نشې له امله پورته هوا ته ګوري او لاندې زمکې ته نه ګوري.
سړي وپوښتل چې خير خو دی؟ څه خبره ده؟ ورته يې وويل :
ستا زامن راځي او زموږ د باغچي ګلان شکوي. سړي بيرته راغی او له پوښتنې ږروېږنې پرته يې پر بېده زامنو راباندې کړه او پر وهلو و ډبولو يې شروع وکړه. مور خو تل پر اولادونو زهيره وي، له څښتن ته لاس وګرېوان او پر خپړو شوه. وسړيه! خدای دې کور وران کړه! زما زامنو د چا د باغچې ګلان نه دي شکولي او ولې يې هسې بېځايه وهې. زامن يې هم ورته وايی چې وپلاره، موږ ګلان نه دي شکولي او ته هسې بېځايه موږ وهې. ښځه او زامن يې ورته وايی، وپلار، ته ورشه او ترې وپوښته چې موږ کله ګلان شکلولي دي؟
اخر سړي له خپلې ښځې سره په سوک وڅپېړه کې او لاس وګرېوان کې سوچ کړی چې رښتيا ورخو شه او تره وپوښته چې زما زامنو کله ستاسې د باغچې ګلان شکولي دي؟
چرسيان بېغمه د باندې د کور مخې ته ولاړ ول او د سړي د کور دننه د جنګ وجدل هېڅ پروا يې نشته.
سړی راغی او ويې وپوښتل چې ما خو خپل زامن ووهل او له مېرمن سره مې لاس وګرېوان او پر خپېړو وم، خو هغوی وايی چې موږ ګلان نه دي شکولي او نه د چا باغچې ته تللي يو. تاسې ووايی چې ستاسې د باغچې ګلان يې کله شکولي دي؟ چرسيانو ورته ويل چې موږ خو لا باغچه جوړه کړې نه ده، خو جوړوو يې. تا ته اوس ځکه ټول په دې نيمه شپه کې راغلو چې زامن دې پوه کړه چې بيا زموږ د باغچي ګلان ونه شکوي.
کله ناکله داسې کيږي چې د ناسم پوهاوي په صورت کې چې څه لا پېښ شوي هم نه وي، او لا وهمي وي، خلک له خپل ژور سوچ او له پوهاوي نه کار نه اخلي او سمله لاسه غبرګون ښيي چې پايله يې ښه نه وي.

په دې هيله چې زموږ د شمال هسې بېځايه هوايي مست چې خپلې حرامې پانګې مست کړی او اوس د مرکزي حکومت پر وړاندې تقابل ته رادانګلي او ورپسې دا دی چې اوس زموږ د جنوب بل  چرسي مست شوی او لا وخته مخکې لړزې اخېستی، خپله دنيوي مستي چې له حرامو سرچينه اخلي، له ډتو اچولو، زورواکۍ او له بېځايه اپلتو ويلو نه ځان وساتي. هېڅ لوړ پوړی ډولتي چارواکي ته په کار نه ده چې د دولت د يو معاشخور په توګه د دولت پر وړاندې د تقابل او طغيان لار خپله کړي، بلکې حق مني او ورته غاړه کښېږدي. کنه قانونخو د همدې لپاره وضع شوی چې بېلاري ومنحرفان سم کړي.

زما لپاره عطا د بلخ ولايت برحاله والي دی. په حکومت کې تغيير او تبديل يو اصل دی، خو په هغه حکومت کې چې قانوني وي، هر وکړي رايه ورکړي وي، حکوومت کابو ۷۰ او يا ۸۰ سلنه رايه اخېستلې وي او اپوزيسيون ۲۰ او يا ۳۰ سلنه رايه اخېستې وي، خو د ملي يووالي اوسنی حکومت يو ائتلافي حکومت دی نه ټاکنيز.

مرکزي حکومت انتخابي ندی او د خلکو د مشورې په بنسټ جوړ شوی او د کندهار د امنيه قوماندانۍ له مقام نه "هغه نشي گوښه" کولای.
زه د کندهار د خلکو په غوښتنه په دغه مقام ټاکل شوی يم او د هغوی په وړاندې ځوابگويه يم."

*** *** ***

کله چې د طالوت وجالوت لښکرې يو له بل سره مخ شوې، نو جالوت طالوت ته وويل :
هغه څوک چې غواړي له ما سره وجنګيږي (زور ووهي) يا په بله مانا غواړي چې له ما سره ډغره ووهي رامخته کړه، خو په دې شرط که يې مات کړم نو پاچاهي به مې ستاسې وي او که مې مات کړ، نو ستاسې به زما وي. طالوت داوود عليه السلام ورته رامخته کړ او دا يې ورته وويل که دې ووژلو، نو لور به مې درنکاح کړم او پخپل مال (حکومت / پاچاهي) کې له ځان سره ګډ کړم. طالوت داود عليه السلام ته لباس و وسله ورکړه، خو هغه دا ښه نه ګڼله چې پر وسله ورسره وجنګيږي. ځکه د هغه ايمان (باور) دا وو چې که څښتن تعالی راسره مرسته ونه کړي، نو وسله ما نه شي بچولی. خپله مغچينوزه يې راواخېسته او کاڼی يې پکې کېښووه او جالوت ته راووته.
جالوت ورته په ملنډه وويل : ته، له ما سره جنګېږې؟ داوود عليه السلام ورته وويل : هو.
جالوت ورته وويل : تباه (هلاک) شې! جنګ ته څه شی راوړی؟ تا چې څه شی ((مغچينوزه)) له ځان سره راوړې هغه خو خلک د سپيو لپاره کاروي. يا په بله مانا خلک سپي پر مغچينوزو ولي. زه به دې له تنې سر غوڅ کړم او غوښې به دې مرغانو او ځناورو ته واچوم. داود عليه السلام ورته په ځواب کې وويل چې :
يا د الله تعالی دښمنه! ته له سپي نه هم بدتر يې.
داوود عليه السلام مغچينوزه راواخېسته او کاڼی يې پکې کېښووه او د سترګو په مينځ کې يې وويشته او کاڼی يې دماغ ته ورسېده. جالوت راپرېووت او ختم شو. لښکر يې چې وليد چې زموږ غښتلی جنرال له يو ګوزاره ولاړ، نو وارخطا شول او وتښتېدل.
داوود عليه السلام يې سر له تنې غوڅ کړ او له ځان سره يې وساته. کله چې راستانه شول، بيا نو هر چا طالوت ته منډې راوهلې او باټې ((لاپې)) به يې ويلې چې ما وژلی دی. چا به ورته د دروغو پر وينه سرې شوې تورې راوړلې او چا به يې وسله او د بدن يو څه نښه   ، خو هغه پوهېده چې نه، دا کار تاسې نه دی کړی.
پښتو متل وايی :
تورې دې لالا وهي، مړۍ دې عبدالله وهي.
سرښندنه ټول ولس ورکړې او امتيازات يې اوس دغه څو تنه زورور خوري چې دا انصاف نه دی.
طالوت وويل : چا يې چې سر راوړ، نو هغه وژلی دی. داوود عليه السلام يې سر راوړ او طالوت ته يې وويل :
له ما سره دې چې څه وعده کړې هغه [وعده] مې راکړه. طالوت منکر شو او داوود عليه السلام ته يې پلمې شروع کړې او غوښتل يې چې ويې ووژني.

اوس زموږ د جنوب طاغوت اپلتې شروع کړي او حکومت ته ګوتڅنډنې کوي. ولې پوښتنه دا ده چې ولې دغه د ظلم وفساد سټه له وخته مخکې وېرې اخېستی او ولې ګواښنې کوي؟
پښتو متل دی :
چې غل نه يې له پاچا هم مه وېرېږه!
تراوسه خو لا د نوموړي په تړاو لا حکومت په ښکاره څه نه دي ويلي او نه لا تر اوسه کومه پرېکړه شوې، نو ولې داسې لړزانده، وارخطا او ترهېدلی دی؟ ولې د نيمه خپلواکۍ، طغيان وبغاوت ګواښونه کوي؟

درست ده چې دی به په جنوبي حوزه کې يو زورور او هغه بل به په شمال کې زورور او واکمن وي. البته دوی به پر خپلو جنګياليو، پيسو او وسلو باندې نازي، خو د الله تعالی خوښه بل شانې ده. الله تعالی د ظالم ملګری ((ملاتړی)) نه دی. ظالمان، خاينين، مفسدين، مسرفين او مختال فخور ((کجرو/بېلاري او ځانورکي)) نه خوښوي. دا بايد دوی ته روښانه وي څوک چې د الله تعالی نه خوښيږي هغوی نه بريالي کيږي. نو پوښتنه دا ده چې ولې دغه ناپوهان نه پوهيږي؟

د ملي يووالي حکومت د يوې موافقې پر اساس جوړ شوی دی.
«زه د ملي يووالي د حکومت له لوري نه يم ټاکل شوی، نو لېرې کولی مې هم نه شي. زه د کندهار د خلکو په غوښتنه قوماندان شوی يم او د کندهار د خلکو په غوښتنه به لېرې کېږم.»
د کندهار امنيه قوماندان د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د خبرو په تقليد وويل، د ملي يووالي حکومت انتخابي نه دی، نو يو څوک د حکم په لېږلو برطرفه کولی نه شي.

که له نوموړي وپوښتل شي چې ايا ته په ريښتيا هم يعنې ته دې له څښتن تعالی او څښتن تعالی دې له تا بېزاره شي او هم د پېغمبر عليه السلام له شفاعته محرومه شې چې ته په ريښتيا هم د کندهار د مېړني ولس پر خوښه ټاکل شوی يې؟ نه، هېڅکله نه.

د الله تعالی ښکاره پيغام دا دی کله چې حق (ريښتيا) راځي، نو باطل (ناروا) خپله خپل ځای حق ته پرېږدي. د الله تعالی پيغام ډېر پرېکنده دی. ښه به دا وي چې حق ته تسليم او له نارواو نه لاس پر سر شئ. نوره مو خوښه خپله! که مو طغيان وبغاوت (سرکښۍ) ته مخه کړه له شک پرته چې د ايمان له زوال سره به مخ شئ. دنيا و آخرت دواړه به مو تباه شي.

صوفي شاعر عبدالرحمان بابا وايی :
چې مولا درسره مل نه وي رحمانه
که لښکرې درسره وي يک تنها يې

تفسير الطبري :
حدثنا الحسن بن يحيى قال : أخبرنا عبد الرزاق قال : أخبرنا بكار بن عبد الله قال : سمعت وهب بن منبه يحدث قال : لما خرج أو قال : لما برز طالوت لجالوت ، قال جالوت : أبرزوا إلي من يقاتلني ، فإن قتلني فلكم ملكي ، وإن قتلته فلي ملككم ! فأتي بداود إلى طالوت ، فقاضاه إن قتله أن ينكحه ابنته ، وأن يحكمه في ماله . فألبسه طالوت سلاحا ، فكره داود أن يقاتله بسلاح ، وقال : إن الله لم ينصرني عليه لم يغن السلاح ! فخرج إليه بالمقلاع ، وبمخلاة فيها أحجار ، ثم برز له . قال له جالوت : أنت تقاتلني ! ! قال داود : [ ص: 356 ] نعم ! قال : ويلك ! ما خرجت إلا كما تخرج إلى الكلب بالمقلاع والحجارة ! لأبددن لحمك ، ولأطعمنه اليوم الطير والسباع ! فقال له داود : بل أنت عدو الله شر من الكلب ! فأخذ داود حجرا ورماه بالمقلاع ، فأصابت بين عينيه حتى نفذ في دماغه ، فصرع جالوت وانهزم من معه ، واحتز داود رأسه . فلما رجعوا إلى طالوت ، ادعى الناس قتل جالوت ، فمنهم من يأتي بالسيف ، وبالشيء من سلاحه أو جسده ، وخبأ داود رأسه . فقال طالوت : من جاء برأسه فهو الذي قتله ! فجاء به داود ، ثم قال لطالوت : أعطني ما وعدتني ! فندم طالوت على ما كان شرط له ، وقال : إن بنات الملوك لا بد لهن من صداق وأنت رجل جريء شجاع ، فاحتمل صداقها ثلاثمائة غلفة من أعدائنا . وكان يرجو بذلك أن يقتل داود . فغزا داود وأسر منهم ثلاثمائة وقطع غلفهم ، وجاء بها . فلم يجد طالوت بدا من أن يزوجه ، ثم أدركته الندامة . فأراد قتل داود حتى هرب منه إلى الجبل ، فنهض إليه طالوت فحاصره . فلما كان ذات ليلة سلط النوم على طالوت وحرسه ، فهبط إليهم داود فأخذ إبريق طالوت الذي كان يشرب منه ويتوضأ ، وقطع شعرات من لحيته وشيئا من هدب ثيابه ، ثم رجع داود إلى مكانه فناداه : أن [ قد نمت ونام ] حرسك ، فإني لو شئت أقتلك البارحة فعلت ، [ ص: 357 ] فإنه هذا إبريقك ، وشيء من شعر لحيتك وهدب ثيابك ! وبعث [ به ] إليه ، فعلم طالوت أنه لو شاء قتله ، فعطفه ذلك عليه فأمنه ، وعاهده بالله لا يرى منه بأسا ، ثم انصرف . ثم كان في آخر أمر طالوت أنه كان يدس لقتله . وكان طالوت لا يقاتل عدوا إلا هزم ، حتى مات . قال بكار : وسئل وهب وأنا أسمع : أنبيا كان طالوت يوحى إليه ؟ فقال : لم يأته وحي ، ولكن كان معه نبي يقال له أشمويل يوحى إليه ، وهو الذي ملك طالوت .

د ولس هيله :
د ټول ملت او ولسونو هيله له افغان ولسمشر څخه دا ده چې د واک دغه ناوړه جزيرې ختمې او يو قوي قانوني و مرکزي حکومت رامينځته کړي. ټول ملت د ولسمشر تر شا ولاړ دی. ابراهيم واړه بوتان مات او غټ ته يې تبر په لاس کې ورکړ او قوم يې پرې وپوهاوه. هغوی هم ومنله چې دا خو بوت دی څه نه شي کولی، خو دا کار تا کړی دی، نو ځکه يې د هغه د غچ لپاره د ابراهيم عليه السلام د اور سوځونې هڅه وکړه.

همداسې محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د مکې ټول بوتان له يوې څلمې له لات و عزی و منات سره يې مات کړل او يو يې هم پرېنښووه. د شرک لمن يې ټوله او د توحيد رڼا يې راوسته.

د هېواد د سرتاسري کولو او د يو قوي مرکزي حکومت د راتګ لپاره دا اړينه ده چې نور د واک دغه دروغژنې جزيرې ختمې او پر ځای يو شفاف، ملت ته ځوابګوی او د ملت د هيلو او ارمانونو پوره کوونکی او هم د ګران هېواد د ملي ګټو ساتونکی او ورته ژمن او متعهد اوسي.
ولس ورته دوعا کوي او د لا برياليتوب په هيله يې.


په درنښت


جنرال رازق: "تاسو وايی چې عطا د بلخ پخوانی والي، خو ماته برحاله والي دی"
http://rohi.af/fullstory.php?id=62061
جنرال رازق: د کندهار مشرانو ته ځواب وایم نه کابل ته
https://www.pashtovoa.com/a/Kandahar-police-chief-says-the-central-government-can-not-remove-him-from-post-rom-post/4190259.html
قوماندان رازق وايي، د ملي یووالي حکومت مې برطرفه کولی نه شي
http://www.taand.com/archives/101474
سرخط؛ جنرال رازق وايي، ارګ د “واجا” او “جي‌ايچ‌کيو” پر  پلو روان دی
http://www.taand.com/archives/101466
د نيمې خودمختاري اعلان؛ ارګ د “واجا” او “جي‌ايچ‌کيو” پر پلو روان دی
http://www.dawatmedia24.com/روانې-چارې-ټولنیزې-سیاسي/د-نيمې-خودمختاري-اعلان؛-ارګ-د-واجا-او-ج/
عطا نور د بلخ د نوي والي د نیول کېدو امر کړی
http://www.taand.com/archives/101513

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery