مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

الکترونیکي تذکرې ، شاتګ که جدت

محمدحسن حقیار

 

یوښاغلي دوست راته  یو لینک رالېږلی پکې یې لیکلي  چې مهرباني وکړئ خپله رایه وکاروئ چې آیا الکترونیکي تذکره ووېشل شي او که نه ؟
 زه خو وایم پدې کې  رایه غوښتلو ته له سره اړتیا نشته  دا دافغان ولس قانوني ، ملي اوشرعي حق  او د اوس وخت  جدي اړتیا ده پدې کې نظر غوښتل په لوی لاس پروسه شکمنول او مخالفینو ته یې جرئت ورکول دي .
ددې پروسې ټول قانوني پړاوونه بشپړ شوي ، خنډ ندی پاتې او که څو ناروغان  په زوره افغانان له خپل دې حق څخه بې برخې کوي نو دولت  دې دهغوی درملنه وکړي ، که بیا هم  روغ نشول نو لکه  غني کاکا چې ویلي له هیواده دې  یې وباسي  او که دولت  یې نشي وېستلی نو په دې هېواد کې داسې  رښتوني زمریان شته چې دا کاغذي زمریان  یې  مخکې هم ځغلولي  له هغوی دې مرسته وغواړي او یا دې هماغوی  ورته پرېږدي، باج او حق السکوت ورکول ددې ملت تباهي ده .
هره ناروا غوښتنه  دمشورې او مکث وړ نده  سبا به دوی وايي چې دافغانستان نوم دې بدل شي، ودې ویشل شي ، په دې هیواد کې دې پښتو  یا دري نه ویل کېږي ،  پشه يان او ګوجر دې ووځي  ،لمونځ او اودس  دې نه کېږي نو تاسو به یې دا ناروا  غوښتنې   د رایو په غوښتلو توجیه کوئ او مشروعیت به ورکوئ ؟ او له خلکو به پوښتئ چې داکار وکړو او که نه ؟   دا کار   څوک نه مني، دا هیواد وارثین  او ساتونکي لري دتاریخ په اوږدوکې یې ساتلی بیا یې هم ساتي .
 دافغانستان اولس کلنې ماضي ثابته کړې  چې دلته دځینو   ناروا غوښتنې حد او حصر لري   ، هرکله چې دوی ته تنازل شوی  او ناروا غوښتنې یې  منل شوي نو ددې پرځای چې چپ شي نور  هم زړور شوي او دناروا غوښتنو لست یې اوږ دشوی دی     .
ددوی منطقي ځواب  یواځې ))نه(( دی  اوبس .
تعصب او تبعیض د هیچالخوا  نه منو او نه یې کوو، تاجک، ازبک، هزاره،  ایماق، ترکمن،  پشه يي ... زموږ ورونه دي ،دسترګو تور مو دي او  دکورنۍ  دغړیو په سترګه ورته ګورو خو دا څوتنه ناروغان او ساري مکروبونه باید له هغوی بېل کړل شي ،  د افغانستان په هرقوم کې ملي اوپر هېواد مئین خلک پرېمانه دي ددوی دانزوا لپاره دې  له هغوی سره اړیکې ټینګې شي ، داد حکومت ډېره کمزوري ده چې درې څلورتنو ته یې دومره وخت  ورکړی چې هیواد ، ولس او ملي ګټې   یې له ګواښ سره مخ او یرغمل کړي دي   .دوی  ولې د ملي خیانت  په تور محاکمه نه کېږي؟  دوی ته ولې اجازه ورکول کېږي چې ملي او دولتي امکانات ــ پیسې ، چورلکې ، ټانګونه ، موټر وسلې  او...ـــ بېرته ددولت  او ولس پر ضد کاروي .
زه  له دولتي چارواکو پوښتم چې  که وس  مو نه  وو نو پدې حساسو شرائطو کې مو ولې دتذکرو موضوع راګرموله . اوس  مو چې مار لنډی کړ نو باید اساسي چاره یې وشي او تذکرې ووېشل شي او که نه بیا به دافغانیت او اسلامیت دښمنان  بریالي وي او دې هیواد ته به دومره ستونزې جوړې کړي چې  آن په ویش په یې  هم نه قانع کېږي.
دملي یووالي دحکومت مشرانو! تاسو خو یوځل هیواد  پر جان کیري په سیاسي ډول ووېشه  ، بیا مو په قومي ډول او اوس که حالاتو ته ځيرنشئ نو په جغرافیوي ډول یې هم وېشلی وبولئ .
د هیواد له ګوټ ګوټ څخه چې  دمرکز پر ضد  دبغاوت غږونه پورته کېږي داکوم پیغام لري؟. استاد عطاءخو لا   پخوا بلخ مستقل اعلان کړی و ، دکندهار امپراطور عبدالرازق په رسمي یونیفورم  کې خپل د وسلوالوځواکونو اعلی سرقوماندان  )او دحکومت دیوې برخې مشر (  ګواښلی اوځان یې ترې پورته ګڼلی  و  ، اوس  دسمنګانو د والي )خدام ( په څېر عاجزه او کمزوري خلک هم مرکز نه مني ، پرون له بدخشان څخه هم دبغاوت غږ پورته شو ،دبادغیس پارول شوي خلک وايي چې موږ ځانته خپله والي ټاکو او که غني ورسره ددوی والي ونه مني  سبا   همداغږ له بادغیس څخه هم پورته کېږي .
دغني په دولت کې ګډ سیاسي مخالفین او دشمال ټلواله پردې پوهېږي چې غني خپل دوستان او ملاتړي خفه او له لاسه ورکړي، بهرنیان هم ترې پوره دفاع نه کوي، یواځې دی او همدا یې دراڅملولو ښه وخت دی .
داسې ښکاري  چې غني هم دکرزي په څېر ملت او قومي مخورو ته  درجوع پرځای اوس هم دپردې ترشا مخالفینو ته سیاسي رشوت ، پوستونه ، پیسې او امکانات ورکوي او داسې انګیري چې هغوی به وویشي خوهغوی هوښیار دي هم ترې امتیازات او امکانات اخلي ، هم پرې ځانونه  چاغوي او   په لستوڼي کې ساتل شوي  دا ماران چې کله  تاوده شوي نوبیا یې  لومړی همدوی چیچلي دي  .

  گرگ زاده عاقبت گرگ شود
گر‌چه با آدمی بزرگ شود

 وګورئ کرزي صاحب  دوی ته څومره  وخت  او دولتي امکانات او امتیازات ورکړل . یو لوی قوم یې ورته راڅملاوه  او دوی یې په مرۍ ورته کېنول خو دادی نن دوی خپل هماغه  بې بېلګې محسن )کرزي( ته هم ښکنځل کوي .
  دوی  له بهره خړوبېږي، دافغانستان د وېش او کمزورۍ پلانونه او دسیسې  ورته له بهرڅخه واردېږي. حکومت باید ددوی ترڅنګ پر هیواد د بهرنیانو او په ځانګړې توګه زموږ دګاونډیانو  دکولتوري او سیاسي یرغل مخه هم ونیسي.
زه تاجک او هزاره شریف قوم  او دخپل هیواد  نور ټول درانه قومونه پېژنم هغوی  افغانیت او اسلامیت ته ژمن دي ددې هېواد په درد او غم کې شریک دي . دافغانستان لپاره یې دپښتون په څېر قربانۍ ورکړي هغوی باید وپوهول شي چې دا ناروغان یې شرموي او  له نورو یې بېلوي   او داکار دوی ته ښې پایلې نلري .
غني  او دده ډلګۍ  دې هم نور له تعقل، حکمت  اودرایت څخه کار واخلي ،داملت دې نور نه کړوي، دشرائطو حساسیت  دې درک کړي هماغه دده خبره )وخت صبر نه کوي(.  دخلاصون لارې شته  ، ازمویل شویو وطن پلورونکو ته دامتیاز پرځای باید پراساسي حل  لارو فکر وشي . او له طالبانو سره سوله   تقریبادهیواد ټولې ستونزې حل کولی شي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery