مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالرحیم ایوبي چې د نیم افغانستان دعوه یې کوله ، په ؤلسي جرګه کې یوه رائیه وړې ده

محمد انور ولید

 

 

: ۱۳۹۶ لمریزکال ، د کب ۲۰ مه

 

د افغانستان دولت له کوره د باندې ډېرمخالفین او دښمنان لري ، خو په کورد ننه په حکومت کې یې هم د واک اوڅوکیو پرسرڅه کمی نه شته. هرې خواته پرېمانه ملا ماتوونکې داسې پړسېدلې غوښتنې کېږې چې دولت یې وس نه لري او حکومت یې ګنجایش او ظرفیت . خو دا غوښتنې کوم ډول خلک کوي ؟ ټول یې ښه پېژنو، تشرېح او تفصیل ته یې اړتیا نه لیدل کېږي . خو په دغه ډول خلکو کې داسې خلک هم شته چې په چل ول او درغلیو باندې یې ځانونه تر یوې کچې مطرح کړي ، ځانونه یې د خپل هویت پټ ساتلواو کاذب شخصیت ښکاره کولو له پاره لکه په دریاب کې د ګوهرواو په وزن کې د سرفو په نوم پردوته ور پېژندلي وو، خو کله چې خلکو ته د هغوی کورنی او ټولنیزوزن او اصالت ورمعلوم شواو ویې پېژندل چې دغه ډول خلک هسې د اوبو پرسرد کارک بې وزنه لرګي دي نور هېڅ کمال په کې نه شته ، نو بیا یې ترې بېرته د خپل باور رائیې اخیستو غوښتنې هم وکړې ، ځکه دوی هم د افغانستان ملت ته ، هم دولت ته ، اوهم  نړیوالې ټولنې ته په غلط هویت اوغلط آدرس ځانونه ور پېژندلي وو .

وایي چې دیوه سړي کارروزګارډېرخراب ؤ ، له ځان سره یې سوچ وکړ چې راځه یو کار وکړم ترڅو روزګار مې ښه شي ، کاریې داؤچې یوموږ ک یې ونیو، د پړانګ په شکل یې خط خط رنګ کړ، او په سیمي قفس کې یې بند کړاو د ښار په داسې سیمه کې یې ځای ورته جوړکړ چې هلته د ښارله یوې خوا یې نرۍ لاره لرله او د ښاربلې خوا ته وتلې وه چې د بېرته ورګرځېدو امکان یې نه ؤ.

بیا یې د ښار په هره برخه کې اعلانونه وځړول او په کې لیکلي یې وو چې (( ما د همالیې په غرونو کې یو داسې انتیک پړانګ نیولی چې له نورو پړانګانو سره بالکل ښکاره تو پیرلري . هرڅوک یې چې د لیدووس لري د لیکلې پتې په ادرس دې ورشي ، خو د ټکټ بیه یې (۵۰) افغانۍ ده .)) 

خلک له هرې خوا ورمات شول ، د لیدو تلوسه یې زیاته شوه چې ګواکي دا به څه ډول پړانګ وي ! 

خو کله به چې هلته ورغلل  نو په ځړېدلي قفس کې به یې پر یوه رنګ کړي موږک سترګې ولګېدلې ، نور به نه پړانګ ؤ او نه کوم بل څه ، بس همدومره . یوه دوې میاشتې وروسته به چې کله په ښارکې کوم یو یا دوه تنه سره مخا مخ شول ، نو یو بل ته به یې وویل چې دا خو پړانګ نه ؤ،  دا خو یو موږک ؤ چې رنګ کړی یې ؤاو د خلکو جیبونو ته یې هسې دام ور باندې اېښی ؤ .

په ؤلسي جرګه اود حکومت په ځینو نهادونوکې هم همدا ډول خلکو ځالې جوړې کړې وې ، (۱۶) کاله د بیت المال خزانې او جیبونه په یوه او بل نوم ووهل شول ، ټولې بهرني مرستې او کورني عایدات د هرکس او ناکس له خوا په بډه ووهل شول . خواوس هم نه دي ماړه شوي اولا یې هم د ملي شتمنیوغلاکولو ته په نیت کې دي ، ځکه چې ( اموخته خوربلا خوروي .) خو دغه ډول کارونه ټول هغو خلکووکړل اوکوي یې چې پرخدای تعالی ، د خدایتعالی پررسولانو، ملا ئکو، آسماني کتابونو، په بیا ځلې را ژوندي کېدو ، د حساب کتاب په ورځ آو ټولومؤ من به شیانوعقیده نه لري ، ایمان یې زړه ته نه وي ښکته شوی ، له ایمان څخه یوازې په ژبه الفاظ  ، او له اسلام څخه یوازي نوم او رسم ور سره پاتې وي .

د چا چې اسلاف ټول مزدوران اوکم اصل وي ، وینه یې سو چه نه وي ، د ډله ئیزواړیکو زاده اومولود وي ، له مردارو اوبو پیدا شوی وي ، نیاګانې یې د پردیو ځواکونو په چوپړکې خپل عمراوخپل ځان مصرف کړی وي ، نو د هغوی اخلاف به څه ډول اصالت خپل کړي ؟

ما خو د سرچوک د مرده ګاوانو اصل تراوسه پورې نه دئ موندلی ، پرته له دې څخه چې دا راتلونکي نسلونه یې اوس وایي چې زموږ نیکونه او پلرونه او نیا ګانې او میندې او خویندې ټول فمېنېستان ( مرده ګاوان ) وو او دي . فخرهم ور باندې کوي .

اوس مرده ګاوانو لکه ځینو ورکو قومونو خپل ځان ته یو پساوند هم پیدا کړی او پر یو څه باندې یې خپل ځان ددوی په خپل آند ور تړلی معرفي کړی ، له همدې کبله یې پرځان باندې دغه عصري نوم اېښی ، هغه هم له انګرېزۍ څخه ، یعنې فمېنېست ، خو اوس دغه ډول بې هویته نسل آن سیاست ته هم لاره وموندله او د افغانستان په سرنوشت باندې ملنډې وهي او ځان د دې خاورې له اصلي وارثانو څخه هم اوچت ګڼي .

د ؤلسې جرګې له آدرسه لالی ، ایوبي ، حاجي ظاهرقدیراو د ؤلسي جرګې ځینې نورځان پلورونکي دریادوم .

 [[ (( وایي چې د ببرک کارمل په وخت کې قو ماندان اڅک د شمال زون د ملېشو یو مقتدر قو ماندان ؤ ، له هغه سره د سروبي ؤلسوالۍ یو بل امنیه قو ماندان هم ؤ ، د هغه ځای خلک له چوړیانو ( افغاني جټانو) څخه ډېر په تنګ شوي و ، ځکه چې هلته (۹۰۰) کورنۍ په خیمو کې مېشتې وې او ټولو به د خپلو ښځو له لارې ځانته روزي پیدا کوله .

سروبي وال امنیه قو ماندان له دغه (۹۰۰) خیمو څخه ټول نران را ټول او بندیان کړل ، ددغو مرده ګاوانو ښځې ورغلې پر قو ماندان اڅک باندې ټولې عرضي شوې ، قو ماندان اڅک سروبي وال امنینه قو ماندان ور وغوښت او ور ته ویې ویل چې د چا په امر دې دا خلک بند یان کړي ؟ اوس به د ببرک کارمل ځواب څنګه وایو ؟ سروبي وال امنیه قو ماندان ور ته وویل چې دا خلک ټول مرده ګاوان دي او د سیمې خلک ډېر ترې په تنګ شوي دي او وایي چې زموږ ځوانان یې ټول را ته بد اخلاقه او بې لارې کړل ، ځکه مې دوی ټول بندیان کړل .

 قو ماندان اڅک ور ته وویل چې داښځې وایي چې زموږ مېړونه تاسو را نه بندیان کړي ، زموږ کار روزګار ټول په ټپه ولاړ دي ، له دې وړاندې خو به زموږ سړیانو خلک خیمو ته راوستل او کار روز ګار زموږ جوړ ؤ ، اوس تاسو موږ او زموږ اولادونو ته ډوډۍ او جامې ورکړۍ ، موږ څه وکړو ؟ همدا زموږ پېشه او کسب دئ ، له همدې لارې یې پیدا کوو او له همدې لارې خپل ځان ته ډوډۍ پیداکوو . سروبې واال امنیه قو ماندان ، قو ماندان اڅک ته وویل چې : زما یې چل یاد دئ او هغه دا چې دا ټولو ته به ټرېنېنګ ورکړو ، وسله به ورکړو او د اشرارو په وړاندې به یې و جنګوو ، ځکه دا (۹۰۰) کسان زموږ له پاره ستره قوه ده .

د قوماندان اڅک دا خبره ډېره خوښه شوه همداسې یې وکړل ، یو څه پیسې یې ورته ومنلې او همدغه (۹۰۰) مرده ګاوان یې ټرېنېنګ کړل ، وسله یې ور کړه او په سالنګ کې یې د حزب اسلامي د قوماندان استاد پانیده په وړاندې د جنګ لیکې ته ور وړاندې کړل ، استاد پانیده هم د قوماندان اڅک پردې پروګرام باندې ښه خبر ؤ ، خو چې کله د مرده ګاوانو لښکر د استاد پاینده په وړاندې په جګړه پیل وکړ ، نو په لاوډ سپیکرکې به یې ور ته نارې وهلې چې : (( ما از ناموس خود دفاع میکنیم ! )) په داسې حال کې چې پر ناموس باندې به یې د شپې او ورځې له خوا په لسګونو ځوانان ښکته پورته کېدل ، نو بیا قوماندن پاینده ، قو ماندان اڅک ته احوال ور ولېږه ، چې تاسو خو زما په وړاندې مرده ګاوان مقابلې ته را وړاندې کړي ، هغوی ماته په لاوډ سپکرو کې نارې وهي چې : (( ما از ناموس خود دفاع میکنیم !)) تاسو خو دا وطن هم وشرماوه او کمونېزم هم . ]]

نو اوس هم دغه ډول خلک له دغه ډول رسمي آدرس څه همغه د قوماندان اڅک د مرده ګاوانو د ملېشې اواستاد پاینده تر منځ پوځي تقابل ته ورته دي چې نن یې د حکومت او ملت په وړاندې جبهه نیولې ده . هو ! دا مخالفین هم همغه ډول خلک دي چې هم یې په مېخ وهي او هم په نال . الله دې په خپل قدرت سره نورددغه ډول خلکوله شر څخه  زموږ مظلوم ملت ته نجات ورکړي چې په هېڅ باندې نه شرمېږي . (( اعوذ بالله من شر ماخلق ))

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery