مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګیله مند یم

عزت الله اکبري

 


 نه له چانه کړم ګیله نه ګیله مند یم
 زه مې خپلو بدو کړو ته فکر مند یم
 که هرڅه په ما راځي دا مې عمل دی
 د بل چا په حق خوړو کې قدرت مند یم
 خپل عیبونه را ته نه ښکاري دوستانو
 د بل عیب ته ښه ځیرک او لوی هُشمند یم
 نیک عمل مې زره بین کې نه ښکاریژي
 په بدیو کې بدرنګه ښه په خوند یم
 بیا ګیله کړم چې خالقه څه مې کړي
 نا خبره له خپل عیبه عیب مند یم
 اکبري الله عادل دی عدالت کړي
 که سم نه کړم خپل مدام بې خوند یم


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery