مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

سیداحمدخان پیمان


چه جغرافيه دي جوړه نه کړه تاريخ نه جوړيږي
 په تور سترګو شنومنګو هو ګودر نه جوړيږي

 چه ته احساس د پښتني پړوني ونلري
 داننګو په يادولو مجنون نه جوړيږي

 فقط دزلفو او دشونډو يادونه څه ده
 چه ته مين نشي ددي نه پاڅون نه جوړيږي

 کله شين خال کله شراب کله پيالي يادوي
 تش په قافيو رديفونو غزل نه جوړيږي

 راشه شاعر شه دټولني احساسات ښکاره کړه
 راشه يو څوک شه دوطن دښکلا واک ښکاره کړه

 راشه دپيغلو دځلمو فکرونه وښايه ته
 پريږده خمار دوطن پرخي تړي وستايه ته

 چه دي دچين دښا پيريوواک پردو سره وي
 د جوج ماجوجو نه بيا ديو تابان نه جوړيږي

 چه د احساس ددرده پورته نشي کړيکه نده
 پيمانه ترنګ دي درباب هو پيغام نه جوړيږي


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery