مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لڼډ غزل

مصطفی آرین


زه مې غزل په روايت او تكبير جوړوم
څومره په خيال يې ټولوم څه په تدبير جوړوم

مـــا ورته درس د قصيدې د پخيدو وركړى
بس دى نورځم له دې موريد زړه نه مې پير جوړوم

خود به د سيمې ښاپيرئ راته سلام ته راځي
چې د خوبونو له تعبير ځينې تصوير جوړوم

دا زمانه ده ما نه دا له تانه دا غواړي بس
تاله جانانه زولنې ځان ته ځنځير جوړوم

ستا نو څه خيال دى گڼې روح د آرين بيا نه راځي?
زه يې له روح نه د اووم آسمان سفير جوړوم

آرين

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery