مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-10-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کاندیده!

نعمت الله پټانزی


_____
کاندیده ! رایه باندې څــــه کوي ته
چې بیاولس ته خدمت نه کوي ته

خلک بیداردی نن سباکې ګوره
عدالت غواړي په رښتیاکې ګوره

په لوی انځور،شمله دنه تیر وځې
په تش شعار،جمله دنه تیر وځې

لکه دنیاچې فتحـــــه کړې ده تا
دومره دځان مدحه دکړې ده تا

هره کوڅه هرښـــار بدرنګ ښکاري
ستاله پوسترخلک په تنګ ښکاري

تش دوعدې تش دشعاردی ګرانه
هریوبدمعاش هرغل دیاردی ګرانه

که ته وکیل شې په زریازورباندې
ای ! یادبانکي پیسوپه پور باندې

دولس غم به دجیب غم ته یوسې
دباډي ګارډ ځواني به بم ته یوسې

بیابه پټیږې په قصــــــرونوکې ته
د امــــــاراتو په ښـــارونو کې ته

لوی قرارداد به د اپینو وکړې
لوی تجارت به سروسپینو وکړې

راشه له سره له دې کاره تیرشه
له مسؤلیت اوله ستر باره تیرشه

دکمپاینو پیســـــې یتیم ته ورکړه
کونډې، مسکین یاکوم بل نیم ته ورکړه

چې واک دنه وي پارلمان به څه کړې
خالي کاغذ خالي فرمان به څه کړې

دخپلواکۍ نعره کړه پورته وروره
غــــــلامي مه قبلوه ګورته وروره

برخــــــلیک وټاکه په خپلو مټو
تهداب اوچت کړه دهیوادله سټو

مټې راونغاړه دخاورې دبقالپاره
د دې هـــــیواد د نن سبا لپاره

د(پټانزي) شعر د اور کرښې دي
نه د رشخند نه د پیغورکرښې دي

دحقیقت لــــټون غوړیږې پکې
دخیانت لــوښي سوزیږې پکې
...

۱۳۹۷/۷/۲۱

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery