مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ورکه لار

محمودنظری

 


پر یو ګردي میز ناست وه څو زبده افغانان
په سیاست اخته وه لکه د ګور چنجان
واده ته په کارت خبر وه ټول دا کسان
راسته، چپه سیاسي، مذهبي او لیکوالان
یو ویل دا وطنفروش دی بل ویل هغه افغان
لس تنه پر یومیز ناست وه سره مخالفان
له ټولو لاره ورکه هر یو په یو لوري وو روان
که څه سپين ږیری که څه هلک که څه وو ځوان
د ټولو خلکو څخه لاره ده سمه دمه ورکه
اشغاله افغانانو ته دي پیدا کړه د شاربولو ښه غړکه
په شاربولو دا خالي غړکه نه کو ي یوه ذره کوچي
یوازې یوازې دخولې خوند خرابوي دا اړوپېچي
صداقت شنډه وزه ده نه کوي دې وطن کې نور بچي
که چپه دي که راسته دي ټول سوي دي بوچي
بوچی ( بی شرمه )

ددنیا د زورورو پاپيان دلته زموږ واکمنان سول
ورته اریان دریان د دنیا ښه ډیموکراتان سول
دې ټاکلو ته خلکو یو بل ته په ګمان او شک وکتل
څرنګه د نن ورځي وطنپلورنکي د پرون مجاهدان سول؟!
که دا رښتیا دبل غلامان د پرون مجاهدان دي
دوی ولي پرون مجاهد او نن وطنپلوران سول؟۱
په دې شماخو کې زه ښکاره سپيني وریجې نه وینم
ولي ښکاره څوک د روس څوک د امریکا غلامان سول؟
دمجاهد نوم یې د عاموخلکو غولولو لپاره کیښود
اصلي دا قاتلان وه بیا هم د خلکو قاتلان سول
د اتل یې بیله خیانت بل څه نه لیدل کیږي
دوطن لوی وطنپلورنکي مو ملي اتلان سول
د شهید یې بیله جنایت بل څه نه لیدل کیږي
د بې ګناه خلکو قاتلان پاک شهیدان سول
داعجب انصاف د دې وطنفروشانو دی
عام خلک مردارمقتولان غله پاک قاتلان سول
د دنیا کارونه پریږده داخیرت تجارت هم دوی کوي
ددنیا د واک او د اخیرت د مقام واکداران سول


***

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery