مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دغلو لپاره مظاهرې

محمود نظری

 

 

چې دسپي وي خاوند ته دپیشي میوهاري غوښه غواړي
چې دآس وي سپورته دخره هنګاري شنه واښه غواړي
چې کوترې کوي کوتر باز ته دچنګښې قورهاري دانه غواړي
چې اموخته خور وهي اشغالمشر ته د حیوان رمباړې مقام رتبه غواړي
دا زی، هغه زی او دفلان زی او د فلان زی چې دغلو لمني کشوي
لکه پیشي په خاورو کې خرچیلکې وهي د غني د څوکي صدقه غواړي

له دې خلکو به نور لاس پرېولې
د غل او بچه باز لپاره کوي مظاهرې
دا وطن نور په خدای نه جوړیږي
نور دا وطن په رسول نه دی دګذارې
هر یو خپل غل د بل کام تر عالم ښه ګڼي
نه اوري د یو بله د یوالي اودوستې ګیلې
خلک دومره کم عقل سوي دي یا خدایه
دغل دازادي لپاره د ورورپه ټټر منډي چړې
دا خلک تر اوسه په خپل خیر نه پوهیږي
پردو جاسوسانو په کښې وکړې ښه میلې
هر ورځ ورباندې انتحار دی او بمبارد دی
دوی لا وایی هره ورځ د کافرانودکفر کلیمې
وايي یوازې په پښتون بمبارد روادی روا
دپښتون اهل چغټان ول نه لرې مظاهرې
که په بل کام بمبارد وسي یا یو یې مړ سي
بیا ګوره لیونتوب ویجاړي او دخاین دولت نارې
پښتو غمخور نه لري ټول دنورو غمخوران دي
پښتون ګونګی دی زده یې نه دي ژړا اوغرغړې
مړ پښتون مردار دی نورکامونه دي پاک شهیدان
د ورځي سل پښتانه مړه کیږي په ینګړې دینګړې
هر کام د پښتون ځپلو لپاره یوه یوه داړه لري
ان نویدک ، شجاګګ دپښتون لپاره لرې بندیخانې
د پښتون د ورکولو لپاره یوازې یوه لار نسته
دښمن ورته پیدا کړي دوژلو ښې لارې لارې
پاچا هر وخت پښتون وي تاریخ وګوره
اول هغه اړولي په خپل قام تورې خاورې
یو پښتون پاچا کار کړی نه دی پښتون ته
چي پاچا سی لټوی د پښتون د خرابی لارې چارې
راځي دا واري کوم بل پاچا کړو رښتیا وایم
ګوندې هغه ویده پښتون کړي لږ لغتي او نوکارې
ینګړې دینګړې( چل ول)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery