مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-01-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بیا انتخابات

محمود نظری


ارګ به بیا سي له خیره د غلو هډه
هر غل به بیا ډکه کړې یوازې خپله ګنډه
ټول زنا کاران به بیا ورروان سي
ځینو لا اوس ورته سسته کړې ده ګانډه
د ړندو بازاربه سي د اشغال ارګ بیا
وروان به وي بیا جته ، کونډه او رنډه
هر یو یو څه اوریدلي، وه روان دي
د باچا کیدو خبرهریخوا سوي ګډه
د ستاره افغان سیالۍ ده ارګ کې بیا
بیا اوله جایزه وري خامخا یوه برانډه
چا چې تر اوسه څه بد کړي په ارګ کې
چا ونه وهه ان تر اوسه پر سر یوه ډنډه
کرکت کرکت نه ده افغانستان کې لوبه
زموږ لوبه ده یوازې دلته کلېګ ډنډه
دلته هغه څوک ډیر ډیر مخکې ځي
چې په بدو کې تر ټولو وي پراډه
په دې وطن کې هر شی کیدای سي
دلته روانه ده داشغالرو ګډګډوله
دې وطن ته یو ښه نا پوه په کار دی
چي په اداره کې وي لکه غالبوزه ټنډه
یوازې کولمې ولري نه نس نه معده
ونه لري له ازله کومه پټه ګېډه
دا یوه رڼايي دسولې که تته سوه
دنفاق به بیا راسي له خیره توره بډه
ښه خلک په دې پینه یي دولت کې نه چلیږي
دلته لري هر غل او وطنفروش تجارتي ونډه

دلته ازمایل سوي بګیلان رد وبدل کیږي
دهر یوخاین د واک لپاره ده بیا بیا منډه
هر چیری نارې سورې دي دغلو لپاره
هر ملی غل غواړي مخکې سي د هغه ترنډه
شرم په دې وطن کې بلکل له منځه تلی
د شورا ناکامه وه ریاست ته بیا کوي ټوپ ډنډه
هر یوملي شته وړي ،باسي او ځغلوي
هر خاین د ملت په نس کې ایښې ده ګونډه
هیڅ څوک نسته چې یوخاین د غاړی ونیسي
یا د وطنپلور په ضد وکړي څه پروپاګنډه
دا خوار وطن کی د خان د مریي زور څوک نه لري
ځکه هر وخت زموږ باچا وي باټک او مست روډه
هیڅ کاریې د خاین اوغله سره له وسه پوره نه دی
په زور یې نیسي بیا لوبه ورسره کوي د باچا ګډه
ګانډه ( پرتوګاښ)،ګنډه ( غټه)، ګډګډوله (بې نظمي)، توره بډه ( توره تیاره)، پراډه ( فضول)، رنډه ( فاحشه)،ترنډه ( ډله)
برانډه ( دخره ږغ)، مست روډه ( خوار چي د شتمنو خبرې کوي)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery