مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-02-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داشغال کټ تر نیمو شپو دی

محمودنظری


محمودنظری

 

خلک ټوټه ټوټه کوي وایي شنه ډیموکراسي ده
خلک ذره ذره کوي وایي دا سپينه اسلامي ده
دا اسلامي او دا ډیموکراسي نه ده ژیړه بیشرمي ده
دهر یوه په ویاړخولۍ پر سر د سپين تورمریي ده

خدایه یو مشر دي سم دم سړی نه کړ
دایو دي د وطن د یوې سور غویی نه کړ
ځینې وایي په غلامي کي سړیتوب دی
هیڅکله اصلي تاریخ یو سپي زمری نه کړ

د ازادي یاغیتوب چې دنیا يې ډیر بد بولي
سر په ډبره وهلو یې اشغالګر لیونی نه کړ؟
دا چې هر وطنپلور د هر بل ډول ته نڅیږي
دې بشري مغزونو یو هم سم ملي سړی نه کړ

وطنپلور تر وطنپرست ډیري غرغړې وهي
په دې کړ د ملت نس کله هم غړومبی ونه کړ؟!
غله د ارګ پر تخت ناست دي « اعتراض» کوي
دې ولسي تخت کله هم دماتیدو خرپی ونه کړ؟!

د دنیا د رحمت باران یوازې دلته په غلو اوریږي
یو وار یې په خوارو پښتنوهم شرپی ونه کړ؟!
توله شیان دلته قومي سوي دغلو بیشرمي ګوره
پښتون یې په لیدو هیڅکله غاښ ماتی ونه کړ؟!

اوس چې بیا د سولې د راتګ اوازي خپرې سوې
غلام دولت ورته تر اوسه ان یو خرشی ونه کړ؟!
دغلام پای اخیر دبادار په لغته وهل او ګمشودی
په چا يي اخیر الا داد په چا یې اخیر خوسی ونه کړ؟!

مشرانو بس کړی نو ر دا د چوپړ بغارې مو
د وړونو تر منځ مو دبل په لمسون ډباری ونه کړ؟!
دادي نه دي اوریدلي چې داشغال کټ تر نیمو شپو دی
بس ده د وطن یو غل بدلاری او کډوسری مو سړی نه کړ

هر څه مو دځان د بقا لپاره وکړه نه د ملت لپاره
د غل، وطنفروش او لواط سره مو جوړجاری ونه کړ؟!
بس ده په دې وطن کې مو له بد خلکو ډیره لمانځنه وکړه
دې وطن کې غلو د بچه سقاو له بلواڅخه قدردانی ونه کړ؟!

مرییانو ته تل د بادار ښه درناوي په کار ده
هرچا په مرییو دولتونو هر وخت ساتیری ونه کړ؟!
زموږ ته تر اوسه زموږ باچاهان ګرانو بادارانو ټاکلي
دنیا زموږ په تاریخ باندې په سپینه ورځ تیری ونه کړ؟!
اعتراض ( دپرو یوه لوبه ده )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery