مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لا څه خاندم به نه!

محمود نظری

مشران مو دي مرییان
سیاست وال مو دي لیونیان
دګوندونولیدران مو دي بدماشان
موږ بیا یو د مریي مرییان
لا څه خاندم به نه!

وطن ډک دی د نوکرانو
ارګ ډک دی دچاکرانو
کار نسته لپاره د پاکانو
ولس شوکر کړي په خاینانو
لا څه خاندم به نه!

لوچک وایي پېمال زاده یم
بې سواده وایي کمال زاده یم
بیزو وایي جمال زاده یم
دسیاستوال بچ وايي غوړه مال زاده یم
لا څه خاندم به نه!


اشغالګر د وطنپلورو پر اوږو راغئ
په مدد د ټولو سرو غلو راغئ
وطنپلور بیا د وړو غلو پرچچوراغئ
په قانون کې احترام فرض د غلو راغئ
لا څه خاندم به نه!

دې وطن کې کم غمونه دي
په تلویزیونو کې جشنونه دي
په جنازو کې مواټنونه دي
دمځکې مینونه د هوا بمونه دي
بد مخي وايي دا په موږکې د چابد مخونه دي
لا څه خاندم به نه!

غله یوازې واک او قدرت غواړي
قانون نه مني مصلحت غواړي
دواک په نوم دغلا وحدت غواړي
د ډیموکراسۍ په نوم بربریت غواړي
لا څه خاندم به نه!

وطن میدان د جنګ د دنیا سو
غل او وطنپلور راکي میاپاچا سو
وطندوست له وطنه جلا سو
خپل ورور د بل په لمسون راته بلا سو
لا څه خاندم به نه!

دشراب نوم سو دوا
دعشق نوم سو سودا
د ټګ بل نوم سو خیرخوا
د غل بل نوم سو پیشوا
لا څه خاندم به نه!

باچا موباید د بل مریی وي
کومندان مو باید سم غویی وي
واکمن مو باید سم سپی وي
وطندار مو بیا ولي سم سړی وي؟!
لا څه خاندم به نه!

د یو ډاکټر مو خوله ده بازاري
بل نازونه کوي لکه جنوټاري
په ځان یي راټول کړي الم سوري
وطن هغه خوري چي دي ببر سړي
یوازې د غلو خوراک دی دلته شکري
لا څه خاندم به نه!

دادنیا یو ځنګل دی
ترمپ په کې چور پاګل دی
دلته سات تیر دهر سور غل دی
دغله هر رڼاندي مل دی
لا څه خاندم به نه!


یو مو دریشي لس زره ډالري اغوندي
بل مو نه لري د اغوستو زاړه کالي
یو مو دډیرو خوړو ټېغونه باسي او چوي
بل مو له لوږي سپوري سلګۍ وهي
لا څه خاندم به نه!

یوبدل مشر غله ښکرور کړه
هغه بدماشان ښه خېټور کړه
هغه بې وجدانه شملور کړه
څه يې اتلان او څه یې غونډیو ته لوړ کړه
لا څه خاندم به نه!

اوس هر غبن قانون نه مني مصلحت غواړي
د خپل نه ښکاره د پر دو موفقیت غواړي
څوک چې غلا فساد کوي خپل عزت غواړي
غل غدو وطن کې خپل مصونیت غواړي
لا څه خاندم به نه!

ږغ مه لره وایي د غلوکراسي ده
دولت کې روانه لوبه د بزکشي ده
دواړه خوا ته خپل ورورکشي ده
په دوحه کې روانه ګوله ویشي ده
لا څه خاندم به نه!


دلته په مړوغلو څومیلیوني مرمرین قصرونه جوړیږي
خلک یې په یخني کې په پلاستکي څیرې خیمو کې اوسیږي
دلته د ژوندو ډير قدر د غلو او خاینو د مردارو مړو کیږي
اصیل خلک یې د ورځي سل سل له لوږې یخني مړه کیږي
د دې مرمرینو قصرونو جوړونکی غوړه مالان کله شرمیږي
لا څه خاندم به نه!

خلاص کړه په اصلیت د ګوندي مشرانو سر
هریو یې ډیر تو لانت دی لا ډیر یو د بل بدتر
باید یو له دوی څخه ونه مني دولس مشر کشر
بیا هم زموږسي د پردوغوره کړی دبد بدتر مشر
که څه هغه غویی وي یا هم چغر موشه خر
لا څه خاندم به نه!
حق لرې خانده نظری!!!

پېمال زاده ( هنر زاده)، جنوټاری(سځونک)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery