مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اف ! دا بې غیرتي مو ووینه

محمود نظری

طنز

 


خدای دی دداسې غلامي لکه د ارګ ساته
خدای دی نه کړي چوغکه شاهین ته پاته
ټول پوهیږي هغه په خپل خوړو نه پوهیږي
دا یې سرخوړي سینه یې سي پک ټپوس ته پاته

اف! راسه زموږ دیو زورور سینګار ووینه
اف! دهغه سیاست او دهغه کاروبار ووینه
اف ! د هغه دا زنانه رفتار او کردار ووینه
موږ یې ناز او ادا لیوني کړو
د سیاست ګډایې سپلني کړو

اف ! دلته د غرب غلوکراسي ووینه
اف ! دګونډ مشرانو سپوکراسي ووینه
اف! د لوړو افسرانو نظارکراسي ووینه
دهغو سیاسي نڅا زړه شیني کړو
دهغو حیا او شرم مړچوني کړو

اف ! د نظام د ټانکونو او الوتکو کباړ ووینه
اف ! ددفترونوفرنیچر یې په اوږو بار ووینه
اف !د میلونونو ډالرو بهر ته وړولو چار ووینه
دي لوړ جرات د سرو غلو خندني کړو
دي ښکاره وړل دپیسو ځګر خوني کړو


اف ! اخیرجلسه سوه د طالب او تو نالت
اف ! دهغو سره یې جلسه سوه چې دي افت
اف ! علي بابا او څلویښت غله دي لوی فلاکت
دې کارو یې رښتیا توراني کړو
موږ یې دنیا ته بیا ژړغڼي کړو


اف !دمجاهدو دلنین دانځور لاندې جلسه سوه
اف ! د شربتو پياله یې د روسي وډکا پياله سوه
اف !اخیر ورته مسکوشریف سپینه کعبه سوه
موږ مو اسلامی دنیا ښکنځلي کړو
موږ مو غربی دنیا ته ډیر کوچني کړو

اف ! روژه نیسم ماتوم يې په حرام
اف ! ددې روژې نیولو څه دی پيام
اف ! آیا دپردو په زور بیا غواړئ مقام
موږمو اخته په بد ظني کړو
موږ مو د خپل ځانه تاواني کړو


اف ! ږیرور مو په اسلام دوکانداري کوي
اف ! په حلال حرام ویلو سیاستمداري کوي
اف ! په ساده افغانانو ړوندشپون وترنري کوي
موږ مو دنیا ته معرفي په بې ایماني کړو
موږمو خاینو ته اخته په ثناخواني‎ کړو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery