مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کوڼکراسي

محمود نظری

محمود نظری

 

مور : که دي وطن وپلوره حرامي درباندې زما شیدې دي
زوی: ان په پور يې پلورم ما کله څښلي ستا شیدې دي
په ما دي خوړلي توري چای یا دتورې ګامیښې اوبلنې شیدې دي
کله پوډري کله هم دخرې کله هم د برګي غوا او وزې دي
ما مه ملامته وه موري زه دي زیږولی یم تی دي نه دی راکړی
د هر چا عقل دهغه کیږي چې يې دهغې رودلي شیدې دي

 


ما کابل کې پولیس ته ویل زما سمارت مبایل غلا سوی
یو بل هلته د خپل کوږ اوښ د ورکیدو نارې وهلې
دهر چا وچي ښونډې ښوریدې چې په لاره روان وه
هر یوه د ناروا غلا او بډواخیستو چغې نارې وهلې
وايي پخوا ټولو خلکو یوازې ملي سوچ کاوه
اوس هر کام یوازې د خپلو موشه خرو نارې وهلې
یوه رمه د حیواناتو مي ولیده تله د ارګ پخوا
مشر یې خر و ټولو دزنده باد خرو نارې وهلې
طوطي ته مي ویل ستا څه ګټه د خره له نارو
چې تا هم په ډیر ربړ د جرو خرو نارې وهلې
ول اوس کوڼکراسي ده لوړ ږغ والاته هر څه رسي
ان روشنفکر انو هم د زنده باد خرو نارې وهلې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery