مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شر اچونکی

محمودنظری
ځینې ان ډاګتران مو ذره په خپل مسلک نه پوهیږي
ځینې ان د دښمنانو په څیري خښتګ نه پوهیږي
موږ ته وايي زه په هیڅ څه تر اوسه نه پوهیدم اوس پوه سوم
شریران وایي هغه ډانکټر دی دتاریخ په هر کنجک ښه پوهیږي
ډیر پوه په یو درواغ صفت خپل مور او نیا ورته ښکنځي
ساده د بل ډول ته په هغه ډول امبولک سېدالک څه پوهیږي
دشریر یو نوی کار دا دی هر کله دښمن په دښمن وهي
په دي چل باندې تر اوسه هر چالاک او زیرک نه پوهیږي
***
تا ته څه رسیږي دژبو له جنګه
ولې په زړه داسې تور یې بدرنګه
یو واري رحمان بابا بیا جهاني
اوس دي ناشاس لومه کي بندکړ خر دنګه
تا ته په دې وطنپلوري څه رسي
اي د تورو تیارو تک تور سنګه
احمدشا بابا او پټې خزانې وشرمولې
ټولو وپيژندلې چې یې وطن پلور بې ننګه
***
شراچونکې یو واررحمن بابا بیا جهاني بیا ناشناس
ټکه دي په هغه چا ولویږي چې لا نه پيژني تا خناس
دهغه هر کار دی دناخبرو په زړونو کې اچول وسواس
هغه دی د ژبني پردو دښمنانوتیارزین کړی تور آس
امبولک سېدالک( یو ډول زنانه نڅاه)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery