مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دسلطان غنی لټان

محمود نظری

محمود نظری


 

ډیره غلایې وکړه اوس د هغه له هضم لپاره
له ویرې هر یو دطالب ښه راغلاست ته ورځي
ګوندې هغوی سبا دهغو توبه قبوله کړي
خدای ته نه ،طالب ته دعفوې خواست ته ورځي

 

سلاکاران دی سوه یو زرو څلور ، ولس دې په چورکړ
ارشد اخلي نوم او عزت خرسور ، ولس د ې په چور کړ
څه چې بې کاران وه هغه ټوله شد مد سلاکاران سوه
پاته نسو ناپوه ماشوم او زوړ، ولس دې په چور کړ
بې کاره نیم وزیران سوه او نیم ارشد مفت خوران
اخلي ددولت ښه واک بډی خور، ولس دې په چور کړ
که یو نا اهله له دندې لیري سي په زور دشین سوټي
دستی ولګوي پر دولت د شرم تور ، ولس دې په چور کړ
په دولت کې دي مقرر کړه د وطن تش تور دښمنان
هریو راوست خپل بې سواده ورور ، ولس دې په چور کړ
چي دښځو د حقوقو او پیسو یې واوریده په منډه هغو
ارګ ته راوسته خپله چنجنه خاله او ترور، ولس دې په چور کړ
ددنیا په ښه لوکسو هوتلو کي دهغو کږه انا شپې تیروي
ستا میرمن د وزیر صیب خواښې سر خور، ولس دې په چور کړ
هر یو په شنو ډالرو تنخواه اخلي پېنځه - لس زره
ددولت ګذران سو په قرض اوپور، ولس د ې په چور کړ
وایي قصابان چي ډیرسي غویی سم دم مرداریږي
دارګ سیاست روان دی د ترکستان په لور، ولس دې په چور کړ
هر چا چي یو وار د ارګ تورې اوبه وڅښلې لیونی کیږي
د اشغال دي وران سي لیونی اخور ، ولس دې په چور کړ
هغو چي دولتي څوکۍ مرداره کړه په ارګ کي دي پټ کړه
اوس بد بوی راوځي د ارګ د کور ،ولس دې په چورکړ
د سلطان محمود لټان دی په ځان راټول کړي
ټول وړیا معاش اخلي په مختور، ولس دی په چور کړ
ورک کړه غنی دا د دولت دجیب کیسه بران ا و دسر شپږي
ولس دی کړ له ځانه خواتور ،ځان دی په پور کړ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery