مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-07-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شین سترګی ډالر

محمود نظری

 


غلام تل مدام د ښه بادار پسې ګرځي
بدلمنه تل د سړي پولدار پسې ګرځي
غلام لکه رنډۍ بې روېبار ژوند کولای نسي
مرداره ښځه تل دسړي مردار پسې ګرځي

د جرج واشنګټن د مړو سترګو بلا واخلم
دهغه لپاره له ځانه جوړوم غویی اوخر
دهغه مردار او بد بویه کاغذ زر واري ځار سم
حاضر یم قبول کړم د هغه لپاره ټاپه د کفر
زه دغه نازدانه یار ته له سر او مال تیریم
دهغه لپاره پر ټولوملي مناسباتو وهم چکر
د ولسمشرکرزي د حکمروایي راهیسي
په وطن کې روان دی منظم دغلا مي لر
هغوی لوړو مقامونو ته له زینې سره رسیږي
چې په عقل کې تر ټولو وي خوار او چولر
ګناه څه ده د روس امریکا او پاکستان
چې زه خپله مین یم به شین سترګي ډالر
دهغې په حقیقي مینې کې له هر څه تیر یم
لاس ته راوړو ته یې ان دبادار په امر ګرځم بې نیکر
دهغه شین سترګي یار په جیب کې اچولو لپاره
په باڼه جارو کوم دالان د غدارانو د قطر
ماغوندې دا معشوق ډیر لري عاشقان
اشغال کې هر یو دکونې دپټولو لپاره کاروي دبل سر
په بدل عشق کې عاشق اخیر تر لوړ مقامه رسي
لوړ ځي هغه چې مینان دي دشین سترګې ډالر
دټرامپ له دې لیونۍ وینا څخه مه حیرانیږه ولسه
هغه یوازې لیدلي زموږ مشران چې هر یو دی ښه چاکر
د خره هر وخت یوازې ښه کار وي ګوز یا لغته
دهغه تمه مه لره چې درته ولولې له یاده مختصر
دبل دینو له خلکو هیڅ وخت تمه د ښو مه کړه
دهغه د خیر کار نورو خلکو ته دی هر وخت شر
بادار هر وخت له نازه خپل غلام ته بروګمشو وايي
دهغه یوازې هدف دي خپل سجده کوونکی افسر

وايي یو نفرد اوږدې مسافري راغی ستړی کور ته
خپلو میرني او لوڼو ته یې ویل تاسو غیم له یو سر
پیغلې لوڼي یې غمجني سوې موریې ویل غم مه کوئ
ټولو ته مالوم دی د هغه د غولو اصلي نفر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery