مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-09-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالب جان

محمود نظری

طنز

 

 

واک په لاس کې د امریکا دی
هغه ته یو شی غني او ملا دی
هر چا چې سر ډیر ورته ټېټ کړ
هغه هلته غلام دلته اغا دی
طالبه دا چې ته ورسره هر ځله دیره يي
دا ټول بډي خور ،مفسدان او غله دي
دا د ملت قی سوي بد بویه خواړه دي
دوی ولې بیا بیا ستا سو سره مله دي
دا وطن دوی چور کړ بیا به یې چور کړې
دا دې خلکو وجدان د نس او خولې ایله دي
دا چې ستا سره ناست دي طالبه دا ټوله غله دي
همدا د ملت ضد د امریکا د اشغال مله دي
داټول ملي خلک نه دي چې ته ورسره ګورې
د ا زر چنده ډیر بد د دولت په پرتله دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery