مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زړه می تورسو

محمود نظری

 

 

 

چې د مسلمان عمل مي ولید له ښه مسلمانه مي زړه تور سو
چي دافغان کړه مي ولیده له ښه افغانه مي زړه تور سو
له خدایه شکر کوم چې په دی دنیا کې ښه انسان یم
چې د انسان کردار مي ولید له ښه انسانه مي زړه تور سو

په بهر کې سپی، پیشی اوموږک په یوه کاسه کې خواړه خوري
ددې حجرې دهر کونج له دستر خوانه مي زړه تور سو
د دولت هر خبره درواغ وخته یو هم سم رښتیا نه وایي
دسولې غوښتونکو له قصده د ړوند بمباردمانه مي زړه تور سو

مځکه شدیار ده هر یو د ځان لپاره شلغم دبل لپاره مولۍ کري
د وطن د نفاق اچونکي بزګر او له ښه د هقانه مي زړه تور سو
چې ډیر بې ګناه خلک وژني هغه مو اخیر بادار سي
جهاد که داسې وي له ښه جهاده مي زړه تور سو
یو جهادي مشر مو له شرمه پورته اسمان ته کتلای نسي
دلته د هر کوږ تلونکي له کوږ تنبانه مي زړه تور سو
نه جوړیږي دا وطن، څوک دخپلې ګټې نه تیریږي
دا د جهاد په نوم په زور د واک اومقامه مي زړه تور سو
بین المللي رښتیا کمیټه لا هم سمه دمه درواغجنه ده
د بشر دحقوقو د موسسې له ښه کاردانه مي زړه تور سو
سوله دنیا کې درواغ ده ډیمو کراسی هم سمه درواغ ده
دملل متحد دامریکا دلاس لاندې سازمانه مي زړه تور سو
خلک ټول کاڼه سول رښتیا او سمه خبره نه اوري
د درواغو خبرو او ناروا کارو د بسلمانه مي زړه تور سو
خلاصه ددې پر خرو سپور و د ریاست د کاندیدانو
او دهغو د نادانو او رانیول سویو پلویانومي زړه تور سو
رایې را تر اوسه ټولی سوي او شمېرل سوي نه دي
ددې بایلونکو د وخته مخکې له اذانه می زړه تور سو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery