مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-02-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لوچک کراسي

محمود نظری

 

په افغانستان کې داسې سوي دي دا او هغه انتخابات
لکه خوار چې میلیون ډالره پرسر د یوې پلشتې کړي خرابات
په دیرش یو میلیون رایې ورکوي، هم د دوی غبن ورسره
ځکه وطن اشغال نه دی په کې سته هرچیري پوخ ثبات
یو کاندید چې سل رايې یوسي په غبن، زارۍ ننواتي او ژړا
دهغه له غرغړې سره دلسو میلیونو رایوګډ سي جذبات
یو سړی نه ورته وایي وشرمیږه په دې باټو او سلو رایو
څه غواړې هغه او دغه په دې غرغړو کړي ولس ته اثبات
له دې اشغال دولته ګټه اخلې یوازې تور سوځلي لوچګان
هر یوپه دې نارو سورو دیو دوو وړیا وزارتو نیسي ترتیبات
مه ختا وځئ دپردو غلامانو خلک مو ډیر ښه پیژني
ستاسو بیاراتلل ملت ته حنظل او دښمن ته دي نبات
د ولس نس ستاسو څخه په درد دی نور بس ده بس
که رښتیا ووایم دا کسان پوچ ،چنجن، بادک دی حبوبات
دا چې ولي میاشتي میاشني نه مالومیږي پایله د ټاکنو
په ارګ کې حملې اوسوک وهل دی د دولایتونو په تقسیمات
دا وطن نه جوړیږي په دې د امریکا په لوچک کراسي یارانو
دوطنپلورو وجدانونه سوي لکه وينه خوړلي لرګي مات رامات
افغانستان د وطن دوستي د نړیوال شطرنج په تخته کې
خوړلی دې دڅو پردي نوکرانو دلاسه سم کشت او مات
ددې وطن د ازادي بېړۍ د غلامي په سراب کې په ډوبیدو ده
په دې سستو رابړانو کله کیږي دې ډوبې بېړۍ ته ورکړو نجات

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery