مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-03-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په لوچکي واک غوښتل

محمود نظری

طنز
محمود نظری

 

په لوچکي واک غوښتل
واک له غلوڅخه د ډیرو روشنفکر انو لا ډیر خوښ دی
ان د وجدان په بدل کي له پردو نه خپل وطن کې واک اخلي
دچاګناه نه ده نه ګناه د روس، امریکا، ایران او پاکستان ده
دا سې باوجدانه افغانان هرڅه په بدل کې دخپل خاک اخلي
***
دزورواکو چارواکو خوښه ده پیسه، تل واک اوتحفه
دځینو بیا خوښه ده چاپي ، موښل ،غوړول او کیسه
هغه غلو چي د واک خوند یو واري دی لیدلی ژوند کي
هغه بیله واک بل څه په سترګو نه ویني بل کوم څه
هغه د واک او ډار لپاره ان خپله مړه مور حلالوي
د خلکو دویرې لپاره یې په لاس کې نیولی وي ستن او پوکاڼه
هر یو چې دواک چور لیونی سي وايي زه اصلي پاچایم
خلک اریان دي عجبه ده دلته د ډیموکراسي زمانه
هیڅوک په خپل خیانت او لجاجت نه شرمیږي
هرومرو غواړي د خپل خیانت لپاره یوه رسمي اداره
هر مشرغله په ځان را ټول کړي څو بې پلار اوموره خره
هغه دي په غلا او ازار کي او یوي پایڅې ورکولو کې پاخه
اوس هر یو واکمن ساتي ډانګیان لوچکان ګله ګله
چې د اړتیا په وخت کې دده په کیشه د حریف ونیسي پایڅه
یو دلته یو هلته دپاچاهي نارې وهي او غرغړې وهي
هر اموخته بګیل دلته صدراعظمي غواړي یابیا اجراییه
دوستم ځکه نارې وهي د ډبل عبداله د پاچاهي
ویریږي چې هاګ کې نسي دا وار په ژوند محاکمه
غله ټول په ویره کې دي دا وار د هاګ له محاکمې
که د دنیا غلو يي ونه کړه دا واربیا لاس نیوه
په شاتو روږد یږ به تر هغه د ونو په هر غار ګوتې منډي
تر هغه چې لړم يې له خولې و نه باسي د اخ اخ چغه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery