مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-03-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سپرلي زیرئ

میرویس حمیدي


ادبی ټوټه


نن مې ولیده وږمه وه د سپرلي خوره شوې
نن مې ولیده غوټۍ وه غوړیدلې ، د ګلانو مستي وه په هره خوا ننداره وه
ما ویل تیره شوې یخني د ژمي او نور به وچ نه وي شاخونه په هره ونه
خو ناببره مې تر سترګو شوه چی د ګلانو د ډکی ونې تر څنګ وچ شاخونه ونه ولاړه وه
د سپرلي راسپړل شوي امیدونه مې مړاوې شول
بیا ورته ځیر شوم مګر
په وچه ونه مې خوا بده شوه چی د هغې تر څنګ ونه، له ګلانو ډکه او مسته وه
خو خدایه!
دا ونه ولی هسې بی ډوله او د طبعیت له مستۍ نه بی برخې شوې ده
را یاد شول
هو! زما د وطن د سولې ارمانونه رایاد شول
چی دا ولی د هستۍ په دې ښکلا کی او دبهار په دې ترنم کې هیڅکله ځان نشم کتئ
او تل د توپانونو په ګرداب کی راګیر وم
زه لاپه دې سوچونو کې ډوب وم او وچې ونې خوا ته ور نژدې شوم
نه پوهیږم چی ولې می وغوشتل ورنژدې شم
خو په ورنژدې کیدو خدای شته ډیر خوشحاله شوم
ومې لیده چی ونه په لویدو وه
او د ګلانو د ونې ښکلا نوره هم په زیاتیدو وه
ځکه چی
وچه ونه په لویدو وه
هو! د سپرلي زیرئ په غوړیدو ؤ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery