مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-05-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فیشني کورت

محمود نظری

 

ددنیا تر ټولو پوه سیاسي سړی لکه چې دا ته یې ته
دپوستین له یوې شپړې څخه درته باجه خانه جوړوي
امریکا ته بې خولې اوښږمو سړی لکه چې دا ته يې ته
دهرزور واک غله لپاره له تا ګرانه معشوقه جوړوي
د هر غله او قاتل په کونه درته سپټی غوړوي
دهر سپک څخه بیاتاته ولي صدراو اجرائیه جوړوي
ډبل ډبل غورځي د ټرامپ په اوږد اوغوړ موږي
ارګ په سپیره مخ هغه ته بیا بیا ولي اداره جوړوي
ټوله ورځ اپلاتې وايي ،بابولالې، بوغاړې وهي اوغرتې
دښمن په چپه خوله ولي هغه ته د تمرد بهانه جوړوي
لږ زور او تودې اوبه دفیشني کروتوسره په کار دي
ښه رهبران له ماشو څخه په میچن کې ګرګیره جوړوي
دلته د دعواجلابو په قانون ښه خوله وخوندیده
هر پياده له ځانه د وزیر اس فیل مهره جوړوي
دلته اساسي قانون په هیڅ مکار او غدار نه چلیږي
هر یو د اساسي قانون څخه د کاغذ تشاب یوه ټوټه جوړوي
ګناه د هیچا نه ده دا وطن اشغال دی ټوله دي مرییان
هر بګیل د چور لپاره په ارګ کې د قانون پورته داړه جوړوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery