مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-06-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

یو ځان غلط نه بولي

محمود نظری

 

سخته ده چي غلام خپله غلامي ومني
سخته ده چي بنده خپله بندګي ومني
په کولمو کې ښه پوهیږي په خوله یې نه مني
ډیره سخته ده چې دله خپله دله ګي ومني
***
په اشغال کې له موږکه پیشي له پیشي سپي تښتي
له ټولو حیواناتو څخه هغه ښه برېتور سړي تښتي
داسي زو کراسۍ ته اریان دریان پاته یم
ازادافغانستان کې برېتور له حیوان خسي تښتي
***
چې ګبر، یهود او مسیحي موپه یو سوک بسلمان نسي
ازبک ،تاجک ،هزاره او پښتون مو په چپلاخه افغان نسي
که هر یو مو لکه بیزو دخپل بیزووان په اشاره ناڅي
دا وطن به خلاص دایران اوپنجابي پاکستان نسي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery