مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-08-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اخیر تښته

محمود نظری


دا شین سترګي پیسې تر کومه دلته دربار لري
که څه هم دا باد راوړې ښه نشه او خمار لري
هرواکمن ژر ژر خپل بغل جیبونه او توبرې ډکوي
ځکه اخیر هغه خوار هم له دې ملکه فرار لري

یو مور پلور غل دي په خپلو لاسو په دار نه کړ
یو ډالري غل دی د وطن د له دوو جار نه کړ
هغه اړودوړ دی هغه باټې دي هغه ښکر جنګي
سیاسي شوکمار ته دی د واک د ورکلو انکار ونه کړ
هغه غلام چي دین او وطن په یو دینار پلوري
هغه نابغه دی د ریاست او وزارته بیکار نه کړ
هغه چې په درواغو ژوندی تیروی قران او قانون
هغه یو قران وهلی دی( بروګمشو )د سپیدار نه کړ
شاباش په تا،هم ځان ختا باسي هم جهان هم ولس
نس څیری دی د ملت دشنو ډالرو یو خړېمار نه کړ
په دی ځان ساتني او ننواتي اوټګیو او دلخراشه چیغو
مارشال دی دغلو د تسل لپاره یوخونکار نه کړ
چا چي خیانت وکړ په هغه دی بیا بیا اچار واچول
دکرونا د درمل او ډوډۍ غل دی یو غار غار نه کړ
ستا ټول واکمن د یوه سره ولي سره غله دي؟
ستا تر څنګ ناست یو میلیوني غل دي سنګسارنه کړ
همدا خال لرونکی ماران دی چې هر وار سر له تکړۍ راباسي
یو سم ډول وهونکی دي داټڼ موسیقار نه کړ
یو شی وایې سبا دهغه چپه کوې دا ولې مشره؟!
ته ووایه په دي کړو دي دا خوار ملک تارونار نه کړ
یو ته لس زره افغانی بل ته لس زره ډالر ورکوې دا دی عدالت
زورور ته هر څه ورکوی ووایه چې هر غل دي چوتار نه کړ
زړه دی نری دی د هغه کوم، دغه کو م لکه دچنار پاڼې رپیږې
د وطن تورماښام دي په دې سیاست تر اخیره شین سهار نه کړ
د دولت تلتک تا دواړه واره خپله په رنګه ټوټو پينه يې کړ
ووایه هر خاین ددې ملک تا د بیت المال باجدار نه کړ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery