مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-09-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زما د مور نوم ببو دی

محمود نظری

 

په دې ملک کې هره ورځ یوه شیطاني ټکه را لویږي
هره ورځ لمر څرک د طبیعت خلاف له لوېدیځه راځلیږي
یوه د قیامت لویه نښه هره ور ځ دلته پیښیږي
مامور به وایي ستا دمورنوم دی بی بی ګله یا شاکوکو
ورته ووایه زما دمور نوم دی: مور، آدې، ابۍ یا ببو
***
دلته دښمن موږ په بدن کې دننه ډیر ښوري بې حیا
بیا دځان دخوشحالۍ لپاره یې تیاره کړې ده تماشا
راځئ چې ورته ووایو دې نوی تذکرې ته مرحبا
هغه به ووایي ستادمور نوم دی بل نسته ،ګلپري یا نازو
ورته ووایه زما دمور نوم دی :مور، آدې، ابۍ یا ببو
***
په نامه دوست مو تر ټولو بدو دښمنانو دی شتا
غواړې پښتون د تذکرې اخیستلو څخه سي تر شا
له پښتنو څخه د هغه دموړ نوم غواړی ددود ناروا
هغه پوښتي ستا دمور نوم دی روپي ، تاج بی بی یا شاتو
ورته ووایه زما دمور نوم دی : مور،آدې، ابۍ یا ببو
***
دا پخه لومه د دښمن کړه له بیخه سوسته او پوپنا
دا له دښمنه د بد دوست ده له حد اوسره تیره ناولتیا
په خبر کړه په دي بدې ټکې خپل ټوله دوست اشنا
هغه ته مه وایه د مورنوم مې دی ګل مکۍ زرینه یا خاتو
ورته ووایه زما دمور نوم دی: مور،آدې ، ابۍ یا ببو
***
دا ټکه ددې لپاره ده چې دا پروسه کړي سمه ناکامه
اکثریت پښتون کړي دنیا ته اقلیت او ښه بدنامه
پوه سه زما پښتون غیرت من او باتور ورور جانه
هغه ته مه وایه د مور نوم ګلالۍ ، ګل دسته یا نازو
ورته ووایه زما دمور نوم دی :مور ، آدې ، ابۍ یا ببو
***
موږ ډیر عصري سوی یو دمور نوم پر تذکرو لیکو
داسې نه ده موږ د مو ر نوم په خپلو پاکو زړو لیکو
موږ هر خلاف شی دوښمن ته په ګونګو منګولیکو
هغه ته مه وایه دمور نوم بی بی ګله یاماګلو
ورته ووایه زما دمور نوم دی: مور، آدې ، ابۍ یا ببو
***
پښتانه په دې کچه کار تر ټولو ډیرښه پوهیږي
خپل په دود رسم او رواج ډیر تر هر کچه پوهیږي
ستا په چال او دله توب ان موشه خره پوهیږي
هغه ته مه وایه د مور نوم زرینه، ګل شرینه یا زرو
ورته ووایه زما دمور نوم دی: مور ،آدې، ابۍ یا ببو
***
دښمن وېښيار دی په پارلمان یې هم قانون نه سرغوپه کوي
اسانه یې په دود ړانده للو پتو یې لاسلیک یاټاپه کوي
دوښمن پوخ دی خپله مو په خپل لوده اسانه ډوپه کوي
اخیر به مامور وایي ستا دمور نوم نه دی زرلښته ،کوچۍ یا نازکو
موږ خبر یو ستا دمور نوم دی : مور، آدې ، ابۍ یا ببو

شتا ( چالاک)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery