مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-09-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جهاد فی سبیل ډالر

محمود نظری

 

دا جهاد نه دی له افغانستانه دبسلمانانو دی دواک انتقام
د ډواړو خوا و د بې ګناه افغانانو د وژولو دی بین المللي پروګرام
داجهاد یې داسې نه دی چې کتابو نه وایې، دا جهاد ډالر دی
دوی د جهاد نوم په نړۍ کې کړی دی ښه لوړ او ډیرنیک نام!
دوی یرغل ګر نه وژني وایي ګناه لري دهغو شنه ډالر غواړي
دا بیا ډالر ي جهاد یو بل بدل ډول دی نه پوهیږي کله خام
هر څوک چې دې ملک ته راسي دجهاد لپاره د واک ویش غواړي
دهر یو اول په لاس کې وي د ولس د سرو وینو ډک د زرو جام
دلته هغه ډبو تر ټولو لومړي دارګ لوړ بام ته بې زینو خیږي
چې یا دډبل نفر وي یا ترېپل چالاکه وي یا وي ذاتي ګل بادام
دلته دڅوکۍ ویش هر چا ته دی په چنډه ، ونډه او پلنډه
هره لوټه ارګ په میلیونو ایږدي په نامه دسنګ مر مر او رخام
ارګ هر وخت د دې خوار وطن چوپړ ته اهل کاره کابینه ټاکي
هروزیر بې خاره غلا کوي څه سهار وي څه غرمه وي څه ماښام
یو واکمن چي په مرداریو ناولی. چټل اوککړ نه وي ما ته وښيه؟۱
یاهغه واکمن چي پاک راوتلی وي اخیر د وجدان د تود حمام
یو خیرن بل پخن بل بدشکله اوبل خوسا د مقدس ارګ واکمنان دي
یو د کیسه برانو مشر بل دلوچکو کلانتر بل يې دی د غلو پيش امام
دا دولت دښو پاکو اهل کار کیسه برو او غل غدو ی دی یارانو
چي بهر او دننه افغاني هر دوتر ته ځې په جیبو دي کوه سم پام
دا ټوله د جهاد فی سبیل ډالرو ګرانو لوچکو او چکه چورو دلاسه
چې په ډالرو روږد دي ژوند یې بې ډالرو نه لري یوه ثانیه لا دوام
دوی دښاغلی ډالر لپاره هر څه کولای سي ان له وطن مو رسره زنا
ټولو ولیدل دي ډالر وښه جهادیان ودرول ټوله دنیا ته لوڅه کونه پر بام
ډالر خور هره ورځ د وطن دورانولو لپاره له ښاغلی شیطانه بیانه اخلي
ددولت غورازه موټر پرډامبر په انډل او تیله مخکې ته نه څي ان یو ګام
ډیر یې په هلک او چرس اموخته دي دساقي سره په نزاکت نه پوهیږي
چې مقرر سي چا ابدان چا سطل نیولی وي د ارګ ساقی ته په عوض د جام
په دې وطن کې به تل دواک پر سر هر وخت ملي لوبه ورورکشي وي
بس نظری ، چې ډالر خور ووینې ورته وایه په دواړو لاسو : مشره سلام!
ګل بادام ( د باز یو ډول دی)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery