مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-11-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مه ځه امریکا !

محمود نظری


که ته ولاړې بیا پر موږ راځي قیامت
د دنیا خلکو ته به بیا سو خجالت
ته ولي نه پوهیږې په دې نزاکت
موږ ستا مرداریو ته تل ویل عدالت
که ته ولاړې موږبه کړې نیمه خوا
تر پښو دی نیسم مه ځه امریکا
***
ستا په شتون مو زړه دی ډاډه
موږ رپوو هر چیري ستا جنډه
که ته نه يي په موږ به وکړي بیا منډه
ستا په تگ راته گوري د ولس ډنډه
ته اې امریکا زموږ یې سکه ماما
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
ستا په شتون موږ دلته باداران یو
په یاری کې دی خپل مور ته غداران یو
لکه تا موږ هم د رښتیا بیزاران یو
ستا په سر موږ بزرگان اوسردمدار ان یو
که ته ولاړسې موږ به سو پو پنا
تر پښو دی نیسم مه ځه امریکا
***
ته زموږ گوډانو ته يې پای روان
موږ اوښان یو ستا د کاروان
ستا سیاست کړو د ډیموکراسی پهلوانان
ستا سپلني سو اخلو ستا توره بلا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
زموږ دي ویست په واک ارمان
بې قوالې دي راکړ افغانستان
مړسترگی تا کړه سر لوړی بزرگان
د بزنیس سنتر تاکړ زموږ پارلمان
ته ولي نه اورې زموږ سوې هنگا؟
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا

کافران تا کړه زموږ مسلمانان
بزرگان تا کړه لکه خره خصیان
موږ په للمه ستا ښه ولگید توپان
په موږ دي روږدي کړل گاونډیان
له موره راته گران زموږ رښتنی کاکا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا

موږ دی وپلورولو په دالخور پاکستان
وران دي کړ د پښتون د ښوروا دیگدان
موږ دی خپل خره کړو بې پالان
ستا له برکته ډکوو خپل جیبان
مرییان دې تښتی مخ په بیدیا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
د دولتي مځکو سوو اربابان
ویران په موږ تا کړ دارالامان
غله تا کړه زموږ شاهی خاندان
په ذره بین کې نه ښکاري ایمان
ستا د برکته جوړه سوه تالاترغا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
ستا د برکته شخړه جوړوي پارلمان
که ته نه يې موږ خوري طالبان
موږ یوازې ستا ستایو غلامان
ته يي زمری موږ دی یو گیدړان
مه پریږده چي را سي اوخي بیا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا

د ماغزو په مامته کې موجوړ سو پلوان
یو وايي ښه دي صوفیان د پاکستان
بل په تورو جنډو لمانځي اخوندان
بل د وطن نوم غواړي سي خراسان
ستا د شنی څه اوڅه جار سم لالا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
ښه کوې چې وژنې دا غول افغانان
ښه کوې چې کافر بولي ایماندارن
ښه ده چې وړې د شپې هر شی گران
موږ بولو مردار ټپوسان شهیدان
له پلار راته تیریې شاهنشاه اغا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا


که ته ولاړې بیا د وطن وارثان راځي
بیا هغه وخت زموږ د هجران راځي
دغصب سوو مځکو خاوندان راځي
بیا موږ د گلو په بڼ باندې خزان راځي
که څه په دنیا کې دی جوړه کړي ده غوغا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
زموږ اتلان به سي بیرته بگیلان
وبه نړیږي څلۍ زموږ د پهلوان
وطن به موږ ته لکه هغو ته سي زندان
موږ د ډیرو شتو یو اوس خاوندان
له وطنه تښته گرانه ده بیا پړۍ تر ملا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
موږ پسې به وايي ولس مرثیه
زموږ سره به پيل سي تصفیه
د کلنیټن په سر قسم درکوم مه ځه
بیا ټول ستا غلامان به سي محاکمه
ستا د دې بې پيلوته الوتکې سم فدا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
نور به زموږ په شتو وکړي چړچې
د بیت المال به سي دا زمور زر او پيسې
موږ ته به جوړي سي لانجې او دوسیې
زموږ د دوبی شته به سیل یوسي د تصفیې
ځار سم ستا د بمونو غورځولو د ترکا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
بیا به نه پارلمان وي نه د هغه وکیلان
نه به پاک شهیدان وي نه يې د اتل انځوران
د کاره به ویستل سي ټول بیسوادن
زندان ته به په خوښه ورسي قصابان
تر ایمان را تیر يي گرانه بی وفا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
جلا به سي له دوزخیانو جنتیان
نور به ځان بښلي نسي مجرمان
د خلکو به ایله بند لیری سي د زبان
وبه ایستل سی زموږ اوستا تنبان
په موږ به موچڼي اصل کړي ملا
تر پښودي نیسم مه ځه امریکا
***
ما او تا به توکلی نسو د یو بل په خوله کي
توری خاوری به سي د دواړو په خوله کي
نه پوهیږو څوک به موږ بیا خره کي
زموږ سره به اخیردا ولس څه وکي
تر اتل را تیر يي گرانه لوغړنه ماما
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
چا اچولي په رسنیو کې د تگ نارې
ووایه چي نه ځم په نره یو وارې
چې ناړي مي تیري سي له خولې
په دې اوازو يې سپيني کړې را پرې
واخلو ستا د مړوسپینو سترگو بلا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
موږ د سلو کالو زړه خوږي یو
لږ صبر وکړه تر اوسه وږي یو
په کولمه وچ د واک تږي یو
په هر حال کې ستا شاخوږی یو
موږ دی ولي روږدولو په تالا والا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
پر پچه دی وخیژولو امریکا مو ولیدله
گوډ خر مو نلره په کروزین مو وخندله
ستا په توکل مو غلط راپورونه درکوله
د خدایه نه ویریدو ستا په خوله مو کوله
پوپناه کیږو واوره زموږ سوې انگولا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***

موږ د خپل کار لپاره پلار کړې
نادان وې موږ دلته هوښيار کړې
موږ غبن ته په سندو تیار کړې
په ډیرو سوغاتونو مو بار کړې
موږ سم سړي وو ستا نازو کړو بړوا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
پلن کوناټي لوی پتلون غواړي
اوس وایي دا کښت للون غواړي
خلک زموږ اوستا بیلتون غواړي
موږ ته د پلچرخی بندتون غواړي
ستا وتل وبال دی ماراکوه سزا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
موږ ستا په زور یو لنډه غر کړ اتل
د بل ناکاره مو جوړ کر د سولی خډل
لوړ مو آسمان ته په استغنا کتل
نور ښویان بیا زموږ پښو ته لویدل
تر تگ مخکې راکړه ویزه د اروپا
تر پښودی نیسم مه ځه امریکا
***
په اکثریت کله چلیږي واک د اقلیت
دا کارهر څوک چي کوي دی حماقت
اوس باسو له خپله ځانه خجالت
ستا سره په یاري مو وکړ لو ی جنایت
که ته ولاړې د ایران پسې کوو اقتدا
تر پښودی نیسم مه ځه امریک

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery