مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-11-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پر کانکرېټ باندې د اب و هوا اغيزه

اسدالله ملکزی


اب و هوا د کانکرېټ په څرنګوالي باندې اغيزه کوي، په خاصه توګه په ښکاره کانکرېټ باندې. نو ددې د پاره د بيروني هوا په ډېره سخته سړه هوا کې او په ډېره توده هوا کې د کانکرېټ څخه کار اخستنې ته هدايت نه کيږي. کانکرېټونې په وخت کې بايد بيروني هوا د + 30 oC تودی هوا څخه پورته او + 5 oC سړې هوا څخه ښکته نه اوسي.
ورښت (باران)
د ورښت په وخت کې بايد د کانکرېټ ښکاره سطحې د کانکرېټونې څخه ډډه وشي.
ورښت يا باراني هوا د سمټو د اوبو اندازه زښت ډېر لوړوي او دې سره د کانکرېټ د جوړېدو شکل او داخلي جوړښت خرابيږي.

زښته ډېره توده هوا (ګرمه هوا)
په ډېرې تودې هوا کې د کانکرېټونې دا خطر دی، چې کانکرېټ ډېر ژر خوشې (بېليږي) کيږي او ژر خوله کوي. د لمر د وړانګو او وچېدو د پاره کېدی شي چې مناسب اقدامات اوسي، لکه د ليمسی يا د کوم بل شي سره پوښونه يا پټونه.
کنګل او سړه هوا
په ډېره سړه هوا کې د سمټو خټه ډېر په ورو ورو سره کلکيږي او د – 10 oC څخه په ښکته هوا کې کانکرېټ خپله کلکېدنه پرېږدي په کانکرېټ کې د کنګل نه وروسته منځ ته راغلي تش ځايونه د بلور (کرستال) په شکل ډکيږي کوم چې د سمټو اوبو سره منځ ته راځي. دا چې کانکرېټ په کافي اندازه کلک شوي نه دي، نو کېدی شي چې کنګل وهلي اوبه د کانکرېت د داخلي جوړښت حجم غټ کړي او دی سره کانکرېټ سست شي او چاودنه وکړي. دلته سړی کولای شي چې د کنګل په خلاف موادوڅخه ګټه واخلي، خو دې سره کېدی شي چې د کانکرېټ رنګ تر اغيزې لاندی راولي. د کانکرېټ په نه ښکارېدونکي ځای کې ددې موادو څخه کېدی شي چې ګټه واخستل شي.
باد
په باد کې د کانکرېټ اوبه ډېر ژر په بخارېدو راځي او کانکرېټ ژر اوچيږي.

ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery