مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-01-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډیرمحترم که بی شرم پټو!

محمود نظری

پر اوږه سپور دی د دانا هم د ساده، محترم پټو
په سیاست کې یوازې دلته جار سم، د نرم پټو
دا چې هر څوک هغه پر خپلو اوږو گرځوي
هغه قدردان دی، دهر چا ،د هر رسم، محرم پټو

دهر چا پر اوږه وي لکه پر آس سپور شهزاده
که ملک وي یا بزگر، دهر ښږمور دی نوکر اعظم پټو
تر هره بله شي هغه دی ډیر وفادار او احسان مند
له هیڅ کاره نه شرمیږي زورور دی په خوی، نراعظم پټو

***
په هره سختي کې په کاریږي لکه د موسې لکړه
هم د دڼگر خوښ دی هم د خېټو، دا پوست او گرم پټو
خدایه زموږ ټوله د بل د خیرن پټو له اړتیا وساتې
چې دسترخوان یې د بوچ پزې وي ، لاجرم پټو

***
پټوهم کمر بند دی، هم چترۍ ده، هم چلتار
هم توبره ده، هم کڅوره ده، دا عالم غم پټو
کله هم هغه خوار د خیرات د ټولولو کچکول سي
کله هم ځولۍ د توتانوسي، دا بې درد اوغم پټو
***
د باسیکل او خره د بار تړلو هم دی ورابند
کله هم د ماشومانو زانگوسي دا ښه لخم پټو
هم پورته پورته غورځول کیږي هوا ته
دخوشحالي په رسم دا چار دی د ښه تخم پټو
***
د اصل او کم اصل سړي راز ساتي وچه کولمه کې
که باچا وي یا پیاده وي، دا دی کار، د رستم پټو
هغه لوبغاړی، هم لنگ دی هم ټول دی، هم پټکی
هم جوال دی هم مول دی دا دی، ویاړ د پرتم پټو
***
د جنگي خډل سپیانو دی مخپوټۍ، په میلو کې
هم نیکر دی هم ټایر دی د لامبو دا بخت کم پټو
هم درونه خط په کیږي، هم کبډی، هم خوسی
هم مسله ده دهر صوفي او ملا، اسلام علیکم پټو
***
هم د بوټو بورس دی هم خاوره پاک د شیانو
د خپل خاوند په چوپړکي دی دا د تچ سسټم پټو
کله کله زامبېل سي، یا ډولۍ سي یا روجائي
روغتون ته سي گاډۍ د بیمارو دا ټمټم پټو
***
هم د اوبو کار ترې اخیستل کیږي شیان په منځل کیږي
څوک میوه، څوک چلم څوک وسله مینځی په زمزم پټو
په دې خاطر دهر چا یار دی که جوړ دی که بیمار
که څوک اودس کوي یا خوشبو پهره دار دی، دا ضد د انارشیزم پټو
***
د میوو د څنډولو لپاره هر وخت سي ځولۍ یا توکړۍ
هم د اوښکو پاکولو ټوکر دی، په هر ویر او غم پټو
کله سي د پزې دسمال ، کله خوله پاک، کله د ماشوم ناړک
د ماتي پښې او لاس پلستر دی هر وخت، دا ملهم پټو
***
کله سي د یخ لپاره بخارۍ، کله سي د تودوخې پکۍ
کله سایوان سي، کله تلتک سي، دا کلک جزم پټو
په میله اوسفر کې سي ټغر ، دسترخوان یا بوغبند
دچا لونگۍ، دچا د ژویوغړندۍ سي، دا فلک عزم پټو

***
کله د خمار سجاده سي کله د چاروالي مسله سي
هغه دی د انسان د یو نه، د لس نه، د شلغم پټو
هغه هرکاره دی، هر کار ته تیارسی دی، لکه سپاهي
هغه رښتنی ملگری دی هم ، د خوشحالۍ، هم د غم پټو

دچا د کتان وي د چا وړین وي د چا ورېښمین
بیا هم ټولو خلکو ته دی گران، دا فخر کم پټو
د چا وي ساده د چا وي خامکي د چا اوتود چا کونجلک
بیا هم د خاوند نوکر دی دا مکررم، بې کاست او کم پټو
***

کله پلنډه سي، کله خورجین سي، کله رویکښ
کله د غوماشو سپر سي کله د مچانو پرخم پټو
هغه دچا منت بار نه دی ځکه نه لري خېټه
خود اتل دی چې نه دی پردو ته سرخم پټو
***

د افغانانو اوس سوی پټو یو ضرور ملي پوښاک
اوس دهرچا پر اوږه دی لکه داسلام پرچم پټو
دهغه د چوپړپه پار ان لوڅ سري هغه پر سر تړي
ځکه پوه دی د دنیا په هر دود او هر خموچم پټو

پټو د بیکسو ، فقیرانو او ملنگانو دعا ده وړې
ځکه خلک وایی هغه دی دهر بلا اېسم پټو
کله خېمه سي د پوډریانو کله په گوتو تجارت کیږي تر لاندې
پوه په سیاست او هر چم دی دا پوه په غروسم پټو
***
داسې پټوان هم سته په سیاسي کالو کې د ارگ
پر اوږه د خلکو سپور وي خو وي هغوته مار لړم پټو
کله وزیر کله والي کله سفیرسي یا سلاکار
هغه بیابان چې کوي دلته پېښې د شین کوړم پټو


ټمټم( گاډی)، لخم( بی هډوکو غوښه) ، اېسم (جادوگر)،
جزم( کلکه اراده)، عزم(اراده) لاجرم( مجبورا) پرخم ( مچ شړ)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery