مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-04-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ورک سوئ وجدان

محمود نظری


یو افغان وو ډیر ابتر او پرېشان
ډیر حیران دریان او سرگردان
گرځیده په هرمقام او هر دفتر
پوښتل یې د هر مهتر اوهر کلانتر
گران وجدان مې ورک سوئ؟
تا خونه دی د هغه څرک لیدلئ؟
چا به په خاورواوخزوکې پلټه
چا به په ونه او ښاخو کې لټوه
***
یوویل د سپينو وو، که سرو؟
ځوان ول: ارزښت لري په زرو
یو پوښتل: څنگه شی دی هغه ؟
اوږد، مستطیل که گردی دی هغه ؟
ځوان ول: هغه د ایمان چراغ دی
ځیناورنفس ته، په ایمان کوراغ دی
وجدان د ښو اوبدو توپيردی
د انسان شعور اوضمیر دی
***
ټولو ویل موږ تر اوسه نه دی لیدلئ
نه مو له چا دا نوم دی اوریدلئ
ځوان د پولیسو ماموریت ته ورغئ
د راپور لپاره جنايي امریت ته ورغئ
دا خبر ورسید تر لوی لوی ریاسته
ټول خبر سول له دې لوی غفلته
څووزیرانو هم ونه پيژند وجدان
ول میدین پاکستان، چین وو که جاپان
امر ول ولي دلته راوړي گران شیان
موږ بهر لیږو خپل ټول گران شیان
***
یوچا ورته ویل ولاړسه منډهي ته
سر ووهه دننه کهنه فروشي ته
پوښتنه وکړه هلته د انساني کباړ
هغه پلوري بې موډه انسانی ویجاړ
***
ځوان کباړ ته ویل ورک مي دی وجدان
تا به نه وي رانیولی تر دې ان؟
کباړول: چرت مه وهه له الفه تر یا
وجدانونه لرم په هره ځانگړتیا
غواړې، خیرن ، خوسا ،که میکروبي
ناولی ، بدل، کړغیړن، که بلغمي
***
ځوان ویل: زه غواړم خپل وجدان
پاک ، بې درغله، سوچه د افغان
ول: دلته پردیان کوي د اول لاس کار
موږ نلرو دهغه وس کوو د دویم لاس کار
***
په ټول ښار کې ځوان وگرځیده
ډیرو ان تر اوسه وجدان نه پيژانده
خاینان به خود سي دلته ودان
چې څوک نه پیژني دلته وجدان
ول څه تاسو ژغوري له بد کاره؟
څنگه په تروږمۍ کې موندئ لاره؟
ویل موږ داسې کوم ښه نه کوو
څه موگټه نه وي هغه نه کوو
ول لرئ لکه وجدان کوم گردان
ویل: هو یخدان، سندان او جودان!
څه ډیر تخته کوو په جودان کې
پاته شونې یې ساتو په یخدان کې
بی گڼې قانون ماتوو په سندان کې
ښه ډیره مرداري کوو په نمکدان کې
***
له ځانه سره ویل: هغه ځوان
عجبه!څوک دلته نه پيژني وجدان
***
ځوان بیرته غمجن بهرته ستون سو
ځکه دلته دانشکده نوم د پوهنتون سو
ځوان په هېنداره کې خپل ځان ولیده
نیغ یې پر اوږه خپل گران وجدان ولیده
اریان دریان یې وپوښتله له وجدانه
یاره زه دي ډیر کړمه غمجن او پرېشانه
ته چیري ورک سوې له ما یاره
ولي دي ورکه کړه له ما لاره
بې تا زړه راته حرامزاده سو
ځان راته مالوم د ارم شهزاده سو
زړه مي غوښت پارلمان ته چکر سم
د یو څو بې وجدانوسره همسنگر سم
زړه مې غوښت لکه پردو وطن چورکړم
آسمان یې په وینه لکه چنگیز تک سور کړم
ددې هیواد خلک کړم بې کوره او بې اوره
د خپلو کورو افغانان وباسم په زوره
***
وجدان ول بې ما دی، انسان شیطان
نه پریږدم په بولو وپلوري انسان ایمان
بې وجدانو کړي دا ټوله بد، ستا ترمخه
زما په شتون څوک نه کیږي داسې بې مخه

وجدان ورته سو یو وار په خندا بیا په ژړا
ول پر نر باتور یم ویریږم حیا دی وي د ایجړا
هلته پټ سوی وم پر خپل ځان بېرېدمه
در سره په جنجال کې د بې وجدان لوېدمه
هلته بې وجدانه کار، ښه تر سره کیږي
بڼکه ورته مارغه، دیر ښه سره چلیږي
هلته ډیربې وجدانه دي فیل غر کلانتران
نو د با وجدانو گران دی سره د فیل غر گزران
که راووت د ولس یووار د عقل غاښ
پرخره به چپه سپورکړې هر بې پرتوگاښ
کباړ(زاړه شیان پلورنکی) ، کوراغ( د حیوان د تبق ناروغی )، یخدان( د څرمنې سندوک)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery