مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-04-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غربي ژوند

سمیع الله خالد سهاک


کرستوفر د تکزاس دی. هغه ډیر غریب دی خو بیا هم خوشحاله دی چی له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي او مجبوره نه دی چی د کار او پیسو پیدا کولو لپاره سفر وکړي. د هغه مور له هغه نه لرې د تکزاس په بله خوا کی ژوند کوي او کله کله د هغه د لیدو لپاره راځي او له هغه سره خبري کوي. کله هم له هغه سره په یوهء رستورانت کی ډوډۍ خوري. دوی له ژونده ډیر راضي دي. که څه هم چی د کریستوفر مور د زړو خلکو په یوهء کور کی ژوند کوي او دولت یی ټول مصرف ورکوي خو بیا هم کریستوفر نه غواړي چی مور یی له هغه سره یو ځای ژوند وکړي او دی فکر کوي چی د هغه مور ډیره زړه ده او د دوی فکرونه یو شان نه دي. او د عمر تفاوت دوی له یو بل نه جلا کوي. نو ډیر لږ امکان لري چی دوی به په یوهء کور کی یوځای او خوشحاله ژوند وکړي. کله کله کریستوفر فکر کوي چی مور به یی د یوازیتوب احساس کوي خو له ځانه سره وایی چی یوازی هغه نه ده چی داسی ژوند کوی لکه هغه په ملیونونو نور زاړه خلک دي چی د زړو لپاره په مخصوصو کورنو کی ژوند کوي.
پای

د فبروري ۱۸، ۲۰۲۱ کال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery