مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2022-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملا او سیاست

محمود نظری
طنز
که آسمان سې لا به اخیر سر پر مځکه کښېږدې
که فرعون سې لا به اخیر د سبطي کرکه پریږدې
ملا !هیڅوک بیله خدایه په خپل حال نه پاته کیږي
که سمندر سې اخیرپه زور د باران خوږه چلکه کیږې
چلکه( قطره) ،سبطی(دموسی(ع) قوم)
***
طالبه! په خوله ډزه ډوزه لکه توپ وښتل دي،سم سیاست
طالبه! مکاري، ریا، وروستې هګۍ پلورل دي،سم سیاست
رډ درواغ کله ابرو تویوي او کله د شخصیت ټایر پنچروي
طالبه! همدا هر واقیعیت ته« نه، نه» ویل دي،سم سیاست
***
دنیا هم نه پوهیږي دا ځای ځنګل دی که منطقه
په دې هم نه پوهیږي طالبانو یا ولس ته وکړي صدقه
طالبان د دنیا په هر راپورټ پزه په خاورو موښي
ساده خلک د طالب جان ارتینې دي، دنیا ورکوي نفقه
***
طالبه! په هغه مه ویاره، چې ستا د لاسه ویجاړ دي
پلونه، مکتبونه او ماجتونه ستا د لاسه ویجاړ دي
اوس چي راغلی یی په درواغو دی سم وشوړولو
اوس بیاهم کله خوار ملت ستا د لاسه جوړجاړ دي
جوړجاړ( روغ رمټ)
***
زه ټاکنې نه منم زه خپله د ولس په زور راغلی یم
اهل کار نه منم خپله د هما په علم سپور راغلی یم
سپک ته ځواب نه ورکول مانا په ځواب نه ارزی
زه پوه افغانانو ښځو ته لکه دسقر اور راغلی یم
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery