مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2022-04-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سیاسی چړي

محمودنظری
دا طالبان غواړي افغانان له سره سنت کړي
ان غواري لکه افریقا زنان هم سنت کړي
دا ارمان به پنجابي ګور ته یوسې طالبه!
صبراخیر به تا دا پټه خوله افغانان سنت کړي
***
د ټولې دنیا په مسلماني هیوادو کې ساز سته
ولي ستا په ټولو ملي رواجو کې سازباز سته؟!
یوازې ته مسلمان یې، که دنیا کې نورهم سته ؟!
ته څوک یې، اسلام کې مولانا او قلندر شاباز سته
***
پاکستاني روسي ته ویل اوس درسره همسایه سو
اوس له بر سره یوه نخشه او یوه جغرافیه سو
د دې خبرو په مانا پوه نسوم ته وایه څه ده؟!
دا مانا خو نه لري، چې د پاک پنځمه ناحیه سو؟!
***
قران د عالم خدای کامل کتاب، اسلام یې علمي دین دی
د دنیاعلم فرض ان په زړه کی که د غیر اسلامي چین دی
دا عالم دین اوس سیاسي ملایانو ترخپلو خېټو لاندې کړی
فرض ځینې هیر، جنګ زموږ په بد عربي سنتي ائین دی
ائین ( عادت)
***
دا چې زور لرې مانا دا نه ده چې خدای یې!
دا چي ببره ږیره لرې مانا دانه چي ماورای یې
هره خطا د دین په نامه مه کوه که مسلمان یي!
یوه پایڅه پوره بله کښته مانا دانه چې خودرای یي
ماروای (ما سیوا)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery