مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2022-04-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملا او سیاست- ۱۱

محمود نظري

 


طنز
موټر کی سپاره یو له تور غره مخ کښته روان
نه بریک لري، نه اشترینګ لري نه موټروان
و مي لیده ناعلاجه افغانان د موټر پر سر او پایدان
لکه وطن مو نه قانون لري ،نه بیرغ، نه حکمران
***
کوم کړه چې دلته کوي مست شیخ ختا وتلی اوقي
د اوښ کړ کله دی دالوتکو په زمان کې ختلی منطقي
البیروني، ابن سینا،الجبر ساینسپوهان مسلمانان وه
که اسلام تر بقا دین دی هر مهال دی غښتلی تطبیقي؟!
***
چا تر اوسه داسې مشر لیدلی چې له خلکو پټ وي!
چې کوم کارو بار نلري نو ولي خلکوته رټ پټ وي!
له هغو چې په ناروا کړونو، مخ پټوي یا شرمیږي څه ګیله
ښکاره دلته زموږ امر هغه تک تورمکناټن غټ پټ دی
رټ پټ( ښکاره )، غټ پټ ( تکړه )
***
یو سړي ملا ته ویل: ملا ستا د خره لکۍ
ول: تا خدای ته ښکنځل وکړه، راوړه رسۍ!
دخره لکی دخره، پرخره ناست زه د دین امام
زموږ په ملک کی رواني دي اوس داسې ډرۍ
***
د اوبو و پر ځای دی پر لاسو سپینه وینه مه تویوه
له وروره په خپل چلن د وروررښتینه مینه مه تویوه
دغویي تر مخ، د خره تر شا، د باوله د هریخوا تیریږه!
خوپه واده کې د خور د لاسو رنګینه خینه مه تویوه !
خینه( نکریځي)، باوله ( شوده سړی)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery