مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2024-07-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څیړونکی ، تاریخپوه او لیکوال همیش خلیل ومړ

لطیف یاد
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتو ژبې نامتوڅیړونکی ، لېکوال ، کره کتونکی ، تاریخپوه ،شاعر،  کیسه لیکونکی ، ژورنالیست (صحافي)  اوژباړونکی همیش خلیل له دې فاني نړۍ سره دتل لپاره خدای پاماني وکړه .
ارواښاد  همېش خليل د ۱۹۳۰ زیږدیز  کال د اپرېل په  ۱۱ مه نېټه دپښتونخوا په مرکز  پېښور په برتهکال کلي کې دارواښاد  انځرگل کره زېږېدلی و او دده دنیکونو اصلي ټاټوبی دننګرهار  کامې ولسوالۍ دزاخېلو کلی و. .   تر لسم ټولګي پورې زده کړې یې  د پېښور په اسلاميه کالج کې ترسره کړې . بیا یې د اېف –اې او بي ـ اې سندونه  ترلاسه کړل.
ارواښاد هميش خليل د خدايي خدمتگارو گوند غړيتوب هم درلود. پر ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ زیږدیزو  کلونو کې د پاکستاني چارواکواوپوځي جرنیلانو له خوا زنداني شواو  یو ځل نه ، بلکې څو څو ځلې  بندي شو   چې  دبند ټوله موده یې  له ۶ نه تر ۷ کلونو  پورې و ه.
څېړونکی او ليکوال ارواښاد هميش خليل اتلس کلن و  چې دورکو شاعرانو په تصانيفو او شاعرۍ یې لټون او څېړنه پيل كړه  او  د گڼو علمي لیکنو  او نوښتونو خاوند او یو با صلاحیته لیکوال و.هم شاعرو ، هم محقق، هم افسانه لیکونکی،هم صحافي او هم ژباړونکی .  ښاغلی همېش داووه ورځنی (انقلاب) او د پنځلس ورځني (دوران )چې په پښتوژبه چاپېدل مدير هم و، په (شهباز ورځپاڼه) کې ېې هم کار کړی و او  د اووه نیزې ( انقلاب )مدير هم و . د( باگرام ) په نامه ورځپاڼه هم دارواښاد همیش خلیل    په همت چاپېدله چې ددغې  ورځپاڼې بنسټ ايښودونکی او پازوال هم و.
ارواښاد هميش خليل په   پښتو ادب کې ډېرې څېړنې کړې دي اوپخپل
  ذات كې د پښتو يو ه اكيډمي وه، ځكه چې په لرغوني ادب او زړو شاعرانو چې هغه څومره څيړنې او لیکنې كړې، ښايي چې ساری به یې نه وي.دده مړینه پښتو ادب ته ستره اونه جبیره کیدونکې ضایعه ده .لوی خدای دې وبښي آمین
ارواښاد همیش خلیل پخپل ویاړلي ژوند کې  دپښتو شاعرانو لاندیني دیوانونه راغونډ کړي دي او پرهغویې مفصلې اوبشپړې  سریزې ، حواشی او تعلیقات کښلي   دي :
دبېدل دیوان ، د ۱۹۵۷ زیږدیز کال  چاپ .
د معزالله خان مومند دېوان ، د ۱۹۵۷ زیږدیز  کال چاپ.
داشرف خان هجري دیوان ، د ۱۹۵۸ زیږدیز  کال چاپ.
د سعيد خټک دېوان ، د ۱۹۵۸ ز یږدیزکال چاپ.
د حسين دېوان ، د ۱۹۵۸ زیږدیز  کال چاپ.
دميرزا خان انصاري دېوان ، د ۱۹۵۹ زیږدیز  کال چاپ.
د قنبر علي خان دېوان ، د ۱۹۶۰ زیږدیز  کال چاپ.
د کاظم خان شيدا دېوان ، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
دعبدالقادر خان خټک دېوان ، د ۱۹۵۷ زیږدیز  کال چاپ.
د رحمت داوي دېوان ، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
د فدادېوان ، د ۱۹۵۷ زیږدیز  کال چاپ.
قصه شاه و گدا، د ۱۹۵۷ زیږدیز  کال چاپ.
د غر  گلونه (فضل احمد غر)، د ۱۹۵۷ زیږدیز  کال چاپ.
کاکاجي صنوبر حُسين، د ۱۹۹۵ زیږدیز  کال چاپ.
خمخانه يثرب د  (ارواښاد کامل مومند)، د ۱۹۸۷ زیږدیز  کال چاپ.
د فکرونو ډيوې د (ارواښاد کامل مومند)، د ۱۹۹۳ ز یږدیز کال چاپ.
بازنامه (دافضل خان خټک)، د ۱۹۹۴ زیږدیز  کال چاپ.
خوشحاليات
اخلاقنامه، دخوشحال خان خټک، د ۱۹۸۱ زیږدیز    کال چاپ.
فراقنامه (دخوشال خان خټک)، د ۱۹۸۱ ز یږدیز کال چاپ.
طب نامه (دخوشال خان خټک)، د ۱۹۸۱ زیږدیز  کال چاپ.
بازنامه (دخوشال خان خټک)، د ۱۹۸۱ ز یږدیز کال چاپ.
سوات نامه (دخوشال خان خټک)، د ۱۹۸۱ زیږدیز  کال چاپ.
نام حق (دخوشال خان خټک)، د ۱۹۸۱ زیږدیز  کال چاپ.
کره کتنې:
تول پارسنگ - چاپکال ۱۹۹۳زیږدیز .
حقيقت دا دی - چاپکال ۱۹۹۸زیږدیز
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery