مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-11-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سرمحقق محمد ولي مندوزی

benawa afghanistan
خالدهادي
محمد ولي مندوزی په کال ١٣١٥ ل کي د خوست په ولايت کي زېږيدلی دی

محمد ولي مندوزی په کال ١٣١٥ ل کي د خوست په ولايت کي زېږيدلی دی . په کال ١٣٣٠ ل کي د اسمعيل خيلو او مندوزيو له لومړنۍ ښوونځی نه فارغ شو . په کال ١٣٣٦ ل کښي يې  د کابل ادبياتو او فلسفې له څانګي څخه  ليسانس تر لاسه کړه . په ١٣٤٠ ل کال کي په ابن سينا او بيا په کابل دارالمعلمين  کي د ښوونکي په توګه مقرر شو . په ١٣٤٣ کال کښي د يونسکو تر فلوشيف لاندي په لومړنيو تعليماتو کي د نهو مياشتو لپاره فليپين ته لاړ او د فلپين له پوهنتون څخه يې  مافوق لسانس تر لاسه کړ . په ١٣٤٣ ل کال د کابل دارالمعلمين  د تجربوي ښوونځي د مسلکي معاون په توګه مقرر شو او يوکال يې د همدغه دارالمعليمن د سرپرست په توګه دنده سرته ورسوله . په ١٣٤٦ ل کال کي روښان دارالمعلمين  ته تبديل شو او د استاد په توګه يې دنده تر سره کړه .

په ١٣٤٧ ل کي د يونسکو تر فېلوشيف لاندي امريکا ته ولاړ او هلته يې په ثانوي تعليماتو کي د انډيانا له پوهنتون څخه د ماسټرۍ ديپلوم  واخست . په ١٣٤٩ _ ١٣٥٠  ل کلونو کي د پوهني وزارت د ښوونکو د روزني او تاليف او ترجمې د رياست مسلکي غړی و .  د ١٣٥٢ ل کال څخه تر ١٣٥٧ ل پوري د پوهني وزارت د استخدام د ريس په توګه وټاکل شو .

په ١٣٥٧ _ ١٣٥٨ ل کلو نو کي د باندنيو چارو د وزارت د تشريفاتو ريس و، په ١٣٥٩ ل کال کي د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته ته تبديل شو او تر پايه د همدغې ستري موسسې د علمي غړي په توګه دنده تر سره کړه .

د هيواد دغه  پياوړی، تکړه او منلی ليکوال او څېړونکی ، محمد ولي مندوزی د ٢٠٠٤ کال د اګست د مياشتي پر ٢١مه نېټه د هالنډ د دين هاګ په ښار کي په حق و رسيد .

د خدای بخښلي مندوزی په جنازه کي د  هالنډ څخه علاوه  ګڼ شمير اروپا ميشتو ليکوالو او  ميشتو  افغانانو  ګډون کړی وو .

د جنازې پر وخت  ښاغلي پوهندوی عبدالروف خپلواک چي ځان يې د خدای بخښلي  مندوزي  له نږدې ملګرو څخه وښوده ، په جنازه کښي ګډون کوونکو ته د خدای بخښلي د ژوند ليک تر لوستلو وروسته  په داسي حال کي چي اوښکي يې رابهيدلې داسي وويل :

ارواښاد سرمحقق مندوزی په شخصي راشه درشه کي د يو څو محدودو کسانو سره دوامداره اړيکي پاللې ، نوموړی ډير پاک زړی ، سپين زړی ، بې ريا او بې کبره انسان و، اوله همدې کبله يې دډيرو خلکو مينه ځانته جلب کړې وه ، زه ( عبدالروف خپلواک ) د هغو کسانو په ډله کي شامل وم  کوم چي به په وار سره به مو د جمعې ورځي د يو بل په کور کي سره کتل .  په دغو کسانو کي ارواښاد محمد صديق روهي ، ارواښاد عبدالحکيم هلالي ، ارواښاد محمد ولي مندوزی ، سيد کمال باختري ، او عتيق الله نيازي شامل وو .

موږ په خپلو مينځونو کي د هيواد علمي ، سياسي ، اجتماعي او اقتصادي  موضوعاتو سره ږغيدو ، او کله کله به مو سره د تفريح په وختونو کي قطعې ( ورکي ) هم کولې ، اوس دا لومړي دري ياد شوي کسان زموږ په منځ کي نشته ، پاک خدای ج  دوی وبخښي کورنيو او دوستانو ته دي يې خدای پاک د زړه تصلي ورکړي . 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery