مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-01-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ذبيح الله خوګياني

benawa afghanistan
خالدهادي
ذبيح الله خوګياني د ١٣٥٧ کال د ميزان د مياشتی په څلورمه نيټه د کابل په ښار کښي سترګی نړۍ ته پرانيستلی دي

ذبيح الله خوګياني د ١٣٥٧ کال د ميزان د مياشتی په څلورمه نيټه د کابل په ښار کښي سترګی نړۍ ته پرانيستلی دي . 

 

زده کړه ېې تر لسم ټولګۍ پوري په کابل کښي کړې ده وروسته مهاجرت ته اړ شو او د وطن د نورو ځوانانو غوندي ئې  په ١٣٧٥ لمريز کال کي خپله مېنه پرېښوده او پېښور ته وکوچېد.

 

د هجرت او پردېسۍ سره سره ئې لسم يوولسم او دولسم صنفونه په پيښور کښي ولوستل  او بيا ئې څلور کاله په ځانګړې توګه د طب درس ولوست او د انګليسي د ژبي په زدکړه هم بوخت وو

له وړکتوب څخه ېې د پښتو ادبياتو سره ځانګړي مينه درلودله  او دا سبب و چي دې ئې هم شعر اوشاعرۍ ته اړ ويست :

ښاغلی خوګياڼۍ  په پښتو او دري ژبو کي زيات شمېر اشعار ليکلي ا وويلي ، چي په دې نژدو کښي ئې د خپلو اشعارو يو ټولګه هم چاپ ته تياره کړې ده.

 

 

محترم ذبيح الله خوګياڼي اوس د امريکا د متحدو اياﻻتو د کاليفورنيا په ايالت کښي د خپلې ميرمنی او دوو ګلاليو بچيانو سره ميشت دی.

 

د شعر يوه نمونه په لاندي ډول ده :

 

غږ په ما کړه

 

ای د زړونو خريداره غږ په ما کړه

د مين زړګې قراره غږ په ما کړه

 

پټه مينه مي په زړه کښي بار د ربه

ای د ميني طلبګاره غږ په ما کړه

 

زه د ميني بتخانه زه دي مسجد يم

ای د ميني پرستاره غږ په ما کړه

 

سور مي نشته  د رباب ماته نغمه يم

ای د ميني غزل  خوانه غږ په ما کړه

 

چي  ارمان ارمان څپو مي زړه توپان کړ

ای د ميني کشتی وانه غږ په ما کړه

 

زه  ذبيح د عاشقۍ په دام کي ګيريم

ای د زړونو مدد ګاره غږ په ما کړه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery