مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-01-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افضل ټکور

benawa afghanistan
خالدهادي
ښاغلی افضل ټکور په کال ١٣٣٩ لمريز کال کي د ننګرهار ولايت د کوزکونړ ولسوالۍ دکوټۍ په کلي کي زېږيدلی دی

د ژوندليک ځيني برخي ناپوره دي !

 

ښاغلی افضل ټکور په کال ١٣٣٩ لمريز کال کي د ننګرهار ولايت د کوزکونړ ولسوالۍ دکوټۍ په کلي کي زېږيدلی دی .

لومړنۍ زده کړي يې د خپل کلي په ښوونځی کښي تر سره کړي او په ١٣٥٧ لمريز کال دکونړ ولايت د کوز کنړ د ولسوالۍ د سيدجمال الدين د ليسې د دولسم ټولګی نه فارغ شوی او لوړي زده کړي يې د ننګرهار پوهنتون د انجنيرۍ په پوهنځی کي تر سره کړي دي . په کال ١٣٦٤ ل يې نوموړې پوهنځی پای ته ورسوله .

د پوهنځی له فراغت وروسته يې د افغانستان د ليکوالو د ټولني سره په کار پيل وکړ ، په لومړيو کي د ژوندون مجلې مهتمم ، او  وروسته  د ١٣٧٦ ل کال څخه وروسته بيا د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر ړنګېدو پوري  د نوموړي مجلې دمسول مدير په توګه پاته شو.

ښاغلی ټکور د يوې مودې لپاره د انيس ورځپاڼي د ادبي مخ چي د نکريزو پاڼه نومېدله  چلوونکی و، وروسته د څو کالو لپاره د افغانستان راډيو ادبي خپرونه ( ولولې ) لپاره شعرونه او ... ليکلي دي ،  ددې ترڅنګ تر اوسه ( ١٣٨٣ ل ) پوري د لسګونو کتابونو اهتمام کړی ، په بېلابېلو خپرونو کي يې څېړنيزي مقالې خپرې شوي ، او بېلابېلو غونډو او سيمينارونو لپاره يې پر مختلفو موضوګانو څېړني مقالې کښلي دي .

ښاغلی ټکور  د شپږو کالو راهيسي د خپلي کورنۍ سره په هالنډ کي مېشت دی .

 

ښاغلی ټکور د لاندنيو چاپي اثارو خاوند دی :

 

 ١ _ دا ليکوال او دا څېرې               تذکره                          بيهقي موسسې له خوا په کال ١٣٦٤ ل کابل

دا د هغو ٩٠ تنو ليکوالو او شاعرانو تذکره ده چي د ارواښاد استاد بېنوا د  ( اوسني ليکوال ) تر پېژندګلوی وروسته يې علمي او ادبي کارونه کړي دي . دغه اثر په ٥٠٠ مخونو کي په ١٣٦٤ ل کال د بيهقي د نشراتي موسسې له  خوا په کابل کي خپور شوی دی .

٢ _ ښکالو د پسرلو                      شعري ټولګه                  دپښتو ټولني چاپ  _   ١٣٦٥ ل کابل

٣ _ د نظر غشي                          د سايل شعري ټولګه         د قومونو او قبايلو وزارت چاپ _ ١٣٦٧ ل کابل

د خوږ ژبي شاعر رحمت شا سايل د شعرونو غورچاڼ دی چي د ښاغلي ټکور له خوا ترتيب شوې  او سريزه پر ليکل شوېده  .

٤ _ د هسک پېغله                      د بېنوا شعرونه                 د ليکوالو ټولني چاپ _  ١٣٦٨ ل کابل 

د هسک پېغله د استاد بېنوا دهغو شعرونو ټولګه ده کوم چي په تيرو پنځوسو کلونو کي د هيواد په بېلابېلو خپرونو کي چاپ شوي دي . راټولونکی يې افضل ټکور دی .

٥ _ پرهرونه ټکورونه                   شعري ټولګه                    د ليکوالو ټولني چاپ _ ١٣٦٨ ل کابل

٦ _ يو داغ يو ټکور                      شعري ټولګه                    په خپل لګښت چاپ  _ ١٣٧٤ ل پېښور

 

د ټکور صيب د شعر يوه بېلګه :

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery