مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-21   مخپرونکئ : عبدالله احسان

محمد حسن حقيار

benawa afghanistan
خالدهادي
ښاغلی قاضي محمد حسن حقيار د ښاغلي جان ګل زوی دی او په ١٣٥٠ لمريز کال د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظراباد په کلي کي زېږېدلی دی

 

ښاغلی قاضي محمد حسن حقيار د ښاغلي جان ګل زوی دی او په ١٣٥٠ لمريز کال د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظراباد په کلي کي زېږېدلی دی .

ښاغلي حقيار په پېښور کې داتحاد له عالي  لېسې څخه بکلوريا ، دابوبکر صديق (رض) له انستېتيوت څخه  په اسلامي ثقافت کې ديپلوم او دساينس او تکنالوژۍ د اسلامي پوهنتون دشرعياتو له پوهنځي څخه لسانس او ماستري  ترلاسه کړې دي.

 له ادبياتو او شعر او شاعرۍ سره يې له کوچنيتوب څخه مينه وه او لومړی شعر يې په څوارلس کلنۍکي په کال  ١٣٦٤ هجري لمريز په وحدت ورځپاڼه کې خپور شوى دى  او ددې تر څنګ يې په بېلابېلو وختونو کې ګڼ شمېر روغتيايي  او ژورنالستيکي کورسونه مې هم لوستي دي .

د ښاغلي حقيار د بېلابېلو سياسي ، ادبي  او علمي تحقيقي چاپ شويو مقالو شمېر سلګونو ته رسيږي ، چي په غټ شمېره يې د هيواد دننه او بهر ، ورځپاڼو ، اونيزو ، او بېلابېلو نورو خپرونو کي چاپ شوي او خپري شوي دي .

 

ښاغلي حقيار خپلي زده کړي د قضا او قانون  په برخه کي د ماسټرۍ تر کچې رسولي دي .

 

 دښاغلي حقيار دندي :

 

 له ١٣٧١ څخه تر  ١٣٧٥ پورې دننګرهار دبرېښنا رياست دخدماتو لوى مدير او دننګرهار دعلماءو دشورى غړى .

 

له  ١٣٧٥ تر١٣٧٦  داطلاعاتو او کلتور دوزارت دخپرونو دلوى رياست مرستيال او دبهرنيو خپرونو دارزيابئ د کمېسېون مشر .

 

له ١٣٧٦تر١٣٧٧ په مافوق رتبه بست کې دکانو او صنايعو دوزارت دجيولوجي او علمي تحقيقاتو دانستيتيوت لوى رئيس .

 

له ١٣٧٧ تر ١٣٧٩  دهمدي وزارت  مالي او اداري لوى رئيس او دکتاب مجلې مسؤول مدير .

 

له ١٣٧٩ تر١٣٨٠ پورې دجنوب لويديځ زون ( دهرات او شاوخوا ٦ ولاياتو) دکانو او صنايعو لوى رئيس 

 

له ١٣٨١ تر ١٣٨٣پورې دملګرو ملتونو دبشر داستوګنې کارکوونکى .

 

له ١٣٨٣ تراوسه  دافغان وطن ګوند دسياسي کمېټې مشر او دپژواک خبري آژانس  همکار .

 

 

چاپ اثار:

 

١-ښځه په اسلام کې            په دوه ټوکو کې  تحقيقي اثر      دچاپ کال ١٣٧٤

٢-کورنى ژوند:                  تحقيقي اثر                             دچاپ کال١٣٨٠

٣-کورنۍ فقه :                   تحقيقي اثر                             دچاپ کال١٣٧٨

٤- دمنبر غږ:                      دمشرانو ويناوې                     دچاپ کال١٣٧٩

٥-ښځه او اسلام                تحقيقي اثر                             دچاپ کال١٣٨٠

٦-دسباوون وږمې              شعري ټولګه                           دچاپ کال١٣٧٨

                      

 

چاپ ته چمتو اثار

١-سور تعويذ                                          دلنډو کيسو ټولګه

٢-دښيښې زړه                                         دشعرونو ټولګه

٣-موسيقي او اسلام                                تحقيقي

٤-دشريعت د تورم او بدلون  تيوري            تحقيقي لنډه رساله

٥-سپېڅلې وړانګې                                په مطبوعاتو کې خپرې شوې تحقيقي او تحليلي مقالې

 دسحر سترګې يې ړندې کړې په تيــــــارو ميـينو ********** مونږ ته ښکاره نه شوله دلته تر سهــــــاره چــــينه

 

 د ښاغلي حقيار د شعر يوه بېلګه :

 

                              غ ـ زل 

                                                            

دا چې څڅيږي سپين غمي غمي له هـــــــاره چينه

مونږه وه غوښتې سپينو لپو کــــــې له ياره چينه

دسحر سترګې يې ړندې کړې په تيــــــارو ميـينو

مونږ ته ښکاره نه شوله دلته تر سهــــــاره چــــينه

دآشنا سترګو کړل په ستــرګو کې رودونه روان

 او بياهم سترګو کړه په سترګو کې مهاره چينه

داشين چمن منګى ترڅنګ وربل کې ګوتې وهي

دکلي مستو پيغــــــــــــــلو کړه ځانته هنداره چينه

دحســـــــــــــــــــــــيني هوډ ليوني اوجل وهلى منزل

خدايه ته کړې! دعشق کاروان ته ټوله لاره چينه

اوس د هوسيو اوښکې څښي زمونږ په غرو کې شپانه

دتقدير(( ديو)) ترې تښتولې ده حقيــــــــــــــــــــــــاره چينه

١٣٨٢  -٦-١٤

 

قربانيان

د پل خشتي جامع مسجد په ختيځه دروازه كې مې ځاى نيولى و. هر سهار به وخته دلته راغلم، خپل زوړ او پيوندي څادر به مې چي د ډيرو خيرو لـه لاسه يې سپين رنګ تور اوښتى و په مځكه اواركړ چكسونه به مې لـه تخرګونو نه ليرې كړل د څادر په څنډه به مې كيښودل، بيا به مې خپله مصنوعي (ساختګي) پښه ووېسته لـه چكسونو سره به مې جوخته كېښوده. پېنښڅه به مې ترورانه رابډوهله. د ورانه لـه پاسه به مې د خپلې غوڅې شوې پښې د ټپونو نښې او خاپونه خلكو ته واسطه كول او د روپۍ دوه وسوال به مې ترې كاوه، د خپل خيرن څادر لـه پاره به مې لومړى خپله دوه، درې افغانۍ كېښودې ځكه چې دې كار د خلكو د پام په را اړولو كې راسره مرسته كوله. ددې ځاى ښېګڼه دا وه چې دلته بيروبار ډېر وو، وچه ډوډۍ هم ارزانه پيدا كېده.
كله به چې دلته سوالګر كوچنيان نه وو، نو د خلكو توجه به موږ ته وه. خو چې ښځو او كوچنيانو به ژړا او كوكې پېل كړې نو بيا د چا پام مونږ ته نه وو ټولو به د خپل جيب خيرې او د بچيانو د سر خيرات هماغوى ته وركاوه.
يوه ورځ يو بل معيوب چې د څليرويشت يا پنځه ويشت كالو به و په دواړو سترګو ړوند، د مخ نيمه برخه يې سوزېدلې، پر چويي د پوزې لـه نيمې برخې سره نيمه زنه هم وړې وه، يو لاس يې لـه څنګل او بل يې لـه بيخه غوڅ وو هم راغى. هغه كوچنى چې دده لارښود و او دى به يې لـه لمنې نيولى ګرځاوه ورته وويل چې: "همى جاى است ده امى بغل بشى" ده هم شا دېوال او مخ د خلكو لارې ته كړ همدا چې د ناستې تابيا يي وكړه او لا ځمكې ته رسيدلى نه و د نورو سوالګرو او په ځانګړي ډول د ښځو لـه احتجاج او غالمغال سره مخ شو " برو ګم شو تو از كجا امدي، ايجه به ما كس يك قيران نميته، تو ام امدي ديګه جا يا سرت قات بود، ايجه خو جاى ام كم اس. اگه تو بشينى جاى دېم تڼ ميشه باز ما را م هى ميكنه." خو ده په ډېره سړه سينه ځواب وركاوه "خير اس وارخطا نشو هر كس نصيب خوده ميخوره، كجا برم…" ښځو كه هر څومره غالمغال وكړ خو دده مجبوريت پرې زور ور وو.
هملته كښيناست. زما پرې زړه وسوځېد د بيچاه حال تر موږ ټولودلته زموږ غريبي نه كېده په ټولـه ورځ كې به مو ايله لس پنځلس روپۍ پيدا كولې هغه هم داسې چې كله به څوك جومات ته ننوت او بوټان به يې په دروازه كې پرېښودل نو موږ به لـه دې فرصت څخه ګټه واخسته، د هغه بوټان به مو د خپل څادر په پيڅكه پاك كړل، ګردونه به مو ترې وڅنډل، ځان سره به مونږ دې كيښودل او د بوټانو خاوند ته به مو داتاثر ور كاوه چې بوټان يې ورته موږ ساتلي كه نه … هغه به بيا لـه شرمه هم يوه روپۍ راخطا كړه. دلته نور، كور خو پرېږده اّن چې زموږ د ګېډې كار هم نه كېده، هره ورځ به مو لس روپۍ پوليسانو ته هم وركولې چې لـه دې ځاى څخه مو ونه شړي. زما خواته نوي معيوب راته وويل چې وامې ورېدل لـه معيوبينو او يتيمانو سره د مرستې دفتر لـه دوى سره مرسته كوي، دفتر يې شهر نو كې دى زه خو په دواړو سترګو ړوند يم راځه چې دواړه يو ځاى ورشو ګوندې څه مرسته راسره وكړي. ما چې دا مې څوومه ورځ وه كورته وچه ډوډۍ هم نه وه وړې دا خبره ځانته زيرى وباله دستي سوچ واخستم په څو دقيقو كې شهرنو ته ورسېدم. د مرستې دا دفتر مې په ډېرې اسانۍ پيدا كړ، عريضه مې وركړه هغوى پر ما ډېر زړه سوى او زما د غوڅې پښې او ځوانۍ په ليدلو ډېر خفګان او افسوس څرګند كړ. سمدستي يې ماته دوه بورۍ وړه، درې دوه نيم مني ټيمه غوړي، دوه منه لوبيا او صابون راكړل، كراچۍ مې ورته ونيوله، د كور په منځ كې مې وغورځول، نږدې وو لـه ډيرې خوشحالۍ سكته وكړم، خپلې ميرمن ته مې لـه دروازې ورغږ كړ: نن به ښه ډېر وړه لمدوې، ټول كوچنيان به په ډوډۍ او لوبيا مړوې، نن به كوچنيان وږي نه ويده كوې. لـه همدې سره دده بل غږ زما د سوچونو تناب وشكوه: "څنګه زما لـه خبرې سره موافق يې كه نه؟".
سبا د پل خشتي په دروازه كې سره يو ځاى شو او لـه دې ځايه مو د شهرنو په لور حركت پيل كړ. ټوله ورځ مو د شهرنو كوڅې ګز او ګام كړې. خو چا د دفتر درك راونه ښود. سبا مو بيا خپل هدف ته مخه كړه لـه ډېرو پوښتنو وروسته مو دفتر پيدا كړ. د دفتر اداري مدير راڅخه عريضې واخستې او د دفتر رئيس ته يې وروړې. رئئس سبا ته وروغوښتو، سبا په ټاكلي وخت ورغللو. رئيس قلم راواخست لومړى زما د معيوب ملګري مخ ته كښناست او پوښتې يې ترې پيل كړې.
- - نوم دې څه شى دى؟
- سردار اغا.
- د چا زوى يې؟
- د نسيم خان.
- د كوم ځاى يې؟
- د پروان ولايت د جبل السراج د ولسوالۍ دده پايان د كلي.
- كله معيوب شوې؟
- پنځه كاله وړاندې.
- قوماندان دې درسره مرسته نه كوي؟
- نه كله چې زخمي شوم او روغتون ته يې ويوړم، بيا مې تر نن پورې ونه ليد يوه روپۍ يې راته ګوشت خوګ. خبر يم چې ښه يې ساعت تير او كش و فش يې برابر دى درې كروزينه او درې څلور ډاډټسنې لـه باډۍ كارډانو ډكې ورپسې ګرځي.
- ښه د ټپي كېدلو كيسه دې راته ونه كړه، چېرې او څنګه ټپي شوې؟
- پنځه كاله وړاندې چې طالبان شمالي ته راننوتل نو په چيكل كې مو د جګړې لومړۍ كرښه وه، زه د ګروپ قوماندان وم. موږ د طالبانو د چريك لـه ويرې د خپلې پوستې شا وخوا بمونه ښخ كړي وو. كله كله به هغوى پكې چيركي حملې كولې، كله موږ ورته كمين نيوه او كله بيا موږ حملې كولې او هغوى به .... كله سردار اّغا خپله كيسه رئيس ته كوله نو زما پدن ورو – ورو ميږي ميږي كېده، لـه مبهم اضطراب سره مخ شوم، په ډېر تلوار او ناكراري مې د كيسي د پاتې برخې د اورېدلو هيله لرله.))
يوه شپه چې هغوى ښه مخ ته راغلي وو موږ ورته په كمين كې په دې هيله ځان غلى كړى وو چې ټول ژوندي ونيسو، ځكه د ژونديو اسيرانو بيه تر مړو ډېره لوړه وه. د هر اسير په سر به يې كورنۍ لـه پنځه زره لكه افغانى نيولى اّن تر شل او دېرش زره لكو افغانۍ راكولې خو مړي به بيا زر دوه زرو لكو پورته نه خرڅېدل.
كله چې هغوى بېرته ستنېدل نو موږ پرې ناتاره ډزې پېل كړې. د مرميو او اور لـه كبله فضا سپين پړق شوه ډېر طالبان مو ووژل، ډېر مو ژوندي ونيول. كله چې لـه جګړې وروسته خپل مركز ته نږدې شو، ناڅاپه د ماينونو لـه كتار سره مخ شو. په لږه شېبه كې زموږ ډېر ملګري هم والوتل، د ماينونو ډيرې پارچې پر ما هم برابرې شوې او بيا شپږ مه ورځ پوه شوم چې په روغتون كې يم.
كله چې سردار اغا كيسه ختمه كړه نو ماته تيروختونه سترګو ته ودرېدل. ټوله صحنه مې د ذهن په سكرين كې تيره شوه، لكه د كوم فلم ستورى چې په كوم فلم كې كار كړى وي او بيا هماغه فلم د سينما په پرده ګوري، ځان رانه هم ډېر ظالم او هم ډېر مظلوم ښكاره شو، وجدان مې د سردار اغا د ړندو سترګو او غوڅو لاسونو د مظلوميت د پړې د منلو او نه منلو په كشمكش كې وو چې رئيس راباندې غږ كړ:
ښه ځوانه ستا نوم څه شى دى؟ د پلار نوم دې څه شى دى...)) ما هم ځوابونه وركړل خو كله يې چې وپوښتلم كله او چيرې ټپي شوى يې؟ نو هك پك پاتې شوم چې څه ځواب وركړم. رئيس زما هيښتيا حس كړه بيا يې وويل: "ته هېڅ پروامه كوه دا يوه بې پلوه او بهرنۍ موسسه ده، ټولو معيوبينو ته په يوه سترګه ګوري، د چا لـه تنظيم او ځاى سره كار نه لري نه بالكل ډاډه اوسه.))
خو زما ستونزه د تنظيم رسوا كېدل يا د نيولو ويره نه وه زه سردار اغا ته ځورېدم. رئيس ته يې ويل، صاحبه د سردار اغا كيسه خو دې واورېده. همدا زما كيسه هم ده. خو زه لـه طالبانو سره وم موږ په همدې شپه لاړو د دوى د پوستو د شا وخوا هغه ماينونه مو چې دوى موږ ته ايښي وو د هغوې نقشې لـه مخې چې د دوى يو تن ملګري پر موږ پلورلې وه وويستل او په نورو هغو ځايونو كې موږ ښخ كړل چې د دوى تګ را تګ پرې وو څه مو نور هم ورسره اضافه كړل. كله چې بيرته خپل سنګر ته ستنېدلو نو د دوى په كمين واوښتو زه د دوى د پيكا د مرميو ښكار شوم اوس مې خيټې او د بدن نور ټپونه ښه دي خو پښه مې په خپله وينې.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery