مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-18   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څلورمذهبونه اوله هغوۍ څخه دانحراف ۴ لړۍ

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله ودامت برکاته،
څلورمذهبونه اوله هغوۍ څخه دانحراف لړۍ
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحيم الحمدلله حمدعباده الذین اتبعواالسوادالاعظم من المؤمنین حمدالمجتنبین عن  الابتداع والمبتدعین حمدالمحبین للائمة الاربعة ائمة المؤمنین الصادقین  حمدالمحاربین بقلم الاستدلال والاحقاق   مع  الضالین المضلین والصلوة والسلام  علی سیدالمرسلین  وعلی آله و اصحابه اجمعین )ګرانواودینی اواسلامی وروڼولکه څرنګه چی تاسی  ته ښه معلومه ده چی په حاضردورکی  واسلام اوومسلمانوته له هرطرفه مشکلات پیداسویدی  په مختلفوشکلو کی په بیلابېلورنګوکی دملااوعالم په جامه کی دملنګ اودپیرپه جامه کی دقرآن اوحدیث په جامه کی دکافراومنافق په جامه کی قسم قسم فتنی وعالم اسلام ته د زمکی پرمخ باندی راسربېره سویې دی  اوحق پرستواوپه حق باندی خبردارومسلمانانودهریوه مشکل دهری یوې فتنی ومخ ته  خپل ځانونه سپرکړی دی ،ددغوفتنوله جملې څخه په موجوده دورکښی ترټولوفتنو غټه فتنه واسلام اوومسلمانوته هغه  خلګ دی چی په څلورومذهبوکی دیوه هم تابع نه دی اوخورازوریې هم کړیدۍ اوپه ظاهرکی دقرآن اودحدیث دتابع دارۍ دعوه کوی اوپه باطن  کی دقرآن اودحدیث دښمنان دی دمسلمانانودښمنان دی  دامت مسلمه دامامانودښمنان دی سره له دې چی په بدعت کی واخېری درجې ته رسېدلی دی  صحیح مسلمانان مبتدعین بولی اوسره له دې چی هرکړه وړه یې ویهودواونصاری ؤته خدمت دۍ پرمسلمانانوباندی دکفراودشرک حکم کوی اودعلامه اقبال ددې قول مصداق دی  چی« کرده ام اندرمقاماتش نګاه،لاکلیسا لاسلاطین لااله،مادالړۍ ددې په خاطرپیل کړه چی امت مسلمه ددغی فتنې له اسرارواومفاسدوڅخه خبرکړم چی ددې لړۍ په بېلابېلوبرخوکی به ان شاءالله وتاسی ته دغه لاندی  مطالب په داسی مستنداومحقق ډول راسی چی وهیچاته به پکشی دشک اوترددځای پاته نسی،۱،دڅلوروامامانوشان  ،۲،هرمسلمان چی مسلمان وی په دې مکلف دۍ چی په دغوڅلوروامامانوکی به دیوه امام خامخا تابع وی،۳،که څوک په دغوامامانوکی دیوه هم تابع نه وی نودهغه حکم به شرعاً څه وی  ،۴، له تصوف اوطریقت څخه دمنکرسړی څه حکم دۍ ،۵،دتبرک شرعی حیثیت،۶،د قبرودزیار ت شرعی حکم ،۷،درسول علیه السلام دقبردزیارت کولوشرعی حیثیت ،۸، دیارسول الله ویل ،اوله دې قسمه نورډېر موادکوم چی دمذهب منکرین انکار ورڅخه کوی په دغه هریوه مطلب   کی به ان شاءالله داسی تحقیق سره  له داسی قوی اومحکم ودلائلوتقدیم سی چی سارَی بې نه وی دامی دیوه مقدماتی بیان  په ډول درته تقدیم کړوالسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery